سوریې کښې ناامنۍ زیاته شوي او داعش ډلې ۱۳۰ کسان تښتولي
مهر خبري اژانس راپور راکړی د سوریې رسنیو په هیواد کښې د ناامنۍ د زیاتیدا او له داعش سره د اړونده عناصرو لخوا د څه د پاسه سلو عادي ښاریزو په تیره بیا د علویانو د تښتولو خبر ورکړ.
خبرو سرچینو نن وویل داعش ډله د تښتول شویو کسانو کورنیو ته د ګواښ کولو او په «دیرالزور» او «حمص» ولایتونو کښې د رعب او د ویرې د رامینځته کولو له لارې د سوریې په دغو سیمو کښې د ناامنۍ د زیاتولو هڅه کوي.
داعش ترهګره ډله په تیرو دوو کلونو کښې د خپلو سرغنو له هلاکت وروسته په کمزوري دریځ کښې ورغلي وه او د سوریې او د عراق په ځینو صحرايي سیمو کښې یې کله نه کله حملې پلانولای خو له تیرو څو میاشتو راهسې د سوریې د ولسمشر بشار اسد د حکومت په نسکوریدا او د هیات تحریر الشام ډلې واک ته له رسیدا وروسته خپل ترهګر خوځښتونه ډیر زیات کړي دي.
داعش ډلې ته اړونده رسنیو د سوریې د څو پوځیانو په شمول د یوسل دیرشو ښاریزو چې اکثره یې علویان دي د یرغمل کولو انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړي دي.
دغو رسنیو د داعش ډلې د مشرانو په قول ویلي د سوریې دغه یرغمل کړې شوي کسان به پانسي او اعدام شي.