د اوربند په خبرو کښې د صهیونیسټ رژیم د کارړنګونو دوام :-
(last modified Sun, 12 Jan 2025 10:19:19 GMT )
Jan 12, 2025 14:49 Asia/Kabul
  • د اوربند په خبرو کښې د صهیونیسټ رژیم د کارړنګونو دوام :-

د صهیونیسټ رژيم مشران د فلسطین له حماس او نورو ډلو سره د اوربند د خبرو په بهیر کښې کارړنګونې کوي او د غزې د جنګ بدلونونه ښودنه کوي چې د تل اویو اصلي هدف به جنګ ته دوام ورکول وي.

د اوربند  د خبرو اترو نتیجې ته په نه رسیدا باندې اعتراض کښې په نیواکي ټاټوبو کښې د خلکو خپګانونه دوام لري.

په نیواکي ټاټوبو کښې د اعتراضونو له دوام  او د خلکو د خپګانونو له زیاتیدا سره سره د صهیونیسټ رژيم مشران د اوربند د خبرو اترو نتیجې ته د نه رسیدا لپاره خپلو کاررنګونو ته دوام ورکوي.

په غزې کښې د صهیونیسټ بندیانو د کورنیو کمیټۍ په یوې بیانیې کښې وویل مونږ د یوې غوښتنې لپاره مظاهرې کوو او هغه د ټولو بندیانو بیرته راستنول دي.

د دغه بیانیې په دوام کښې ویل شوي دي: لومړی وزیر نتانیاهو د سم کار له ترسره کولو چې بندیان بیرته راستنوي ډډه کوي او سم کار د غزې د جنګ پاې ته رسول دي.

په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ بندیانو د کورنیو کمیټۍ ټینګار وکړ مونږ نه غواړو خپل پوځیان د ډیرو بندیانو د مړیو د بیرته راستنولو لپاره غزې ته  واستوو.

د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې هم په غزې تړانګه کښې د یوه صهیونیسټ بندي د ښځې خبرو ته په ځواب کښې چې د هغه د سلامتیا د حالت د معلومیدا غوښتونکي وه نتانیاهو تراوسه خپله فیصله نه ده کړي» په نوم سره په عربۍ ، عبري او انګریزۍ ژبې یوه ویډیو خپره کړه.

د صهیونیسټ رژيم په چارواکو کښې هم له جنګ څخه د خپګان پایلې زیاتې شوي دي او یوشمیر چارواکو هم نن د غزې تړانګې په شمال کښې په «بیت حانون» سیمه کښې د مقاومت ډلو په غلچکي برید کښې د صهیونیسټ رژيم د څلورو عسکرو له هلاکت او د پینځو نورو له ژوبلیدا وروسته غبرګون وښود او اعتراف یې وکړ چې په دغه سیمه کښې هره ورځ د اسرائیلو زیات پوځیان وژل کیږي.

د صهیونیسټ رژیم مشر «اسحاق هرتزوګ» هم په یوه پیغام کښې وویل جنګ هماغه راز په مونږ باندې ډیر دردونکي او درانه لګښتونه تپي، په دې ډول چې یوازې په تیره اونۍ کښې لس اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.

د حماس غورځنګ یوه مشر «اسامه حمدان» هم په الجزایرې ټیلي ویژن کښې په یوه پروګرام کښې په ګډون سره چې د فلسطین د ملاتړ په هدف سره جوړ شوی و وویل: په غزې کښې موافقه باید د حملو د بندیدا او د اسرائیلو د عسکرو شاتګ سره اړونده وي.

اسامه حمدان وویل د فلسطین مسله یوازې یوه حل لاره لري او هغه د نیواکګرۍ پاې ته رسول دي، مقاومت دغه راز د فلسطین د مسلې د له مینځه وړلو لپاره د نیواکګرانو دسیسې په ډاګه کړې.

په تیرو میاشتو کښې د مینځګړو هیوادونو په شتون سره د غزې د اوربند خبرې په څو نوبتونو کښې ترسره شوي دي خو د صهیونیسټ رژیم مشران تل دغو خبرو نتیجې ته د رسیدا خنډ شوي دي.

حماس او نورو فلسطیني ډلو د صهیونیسټ رژيم او د هغه د اصلي متحدې امریکا له سپیره نیت او  دسیسو څخه په خبریدا سره د اوربند په خبرو کښې په خپل نظر وړ شرطونو چې د فلسطین د خلکو اصلي غوښتنې ګڼل کیږي ټینګار کړی دی.

له غزې تړانګې د نیواکګرانو وتل او د فلسطین د کډوالو بیرته ورستنیدل په هغو اصلي شرطونو کښې شامل دي چې حماس غورځنګ ورباندې ټینګار کړی دی او د دغو شرطونو له اجرا کولو پرته به اوربند  محقق نشي.

په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم جنایتونه په داسې  حال کښې پرله پسې شپاړسمې میاشتې ته دوام لري چې په هیګ کښې دیره جنايي محکمې د جنګي جنایتونو د ترسره کولو  او د بشریت پرضد د جنایت د کولو په تور د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو او د جنګ د پخوانیو او د اوسنیو وزیرانو د نیولو حکم ورکړی دی.

له دغو ټولو جنایتونو سره سره صهیونیسټ رژيم اعتراف کړی دی چې تراوسه له جنګ څخه خپلو هدفونو یعني د حماس غورځنګ تباه کولو او د صهیونیسټ پوځیانو د بیرته راګرځولو هدفونو ته نه دی رسیدلی.

په غزې کښې د صهیونیسټ رژيم  جنایتونه د امریکا او د لویدیځو هیوادونو په ملاتړ سره دوام لري او تل اویو د امریکا او د بیلابیلو اروپايي هیوادونو په شمول په ټوله دنیا کښې له ولسي مخالفتونو او د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته له پام کولو پرته په نیواکي ټاټوبو کښې نسل کشۍ ته دوام ورکوي.