سعودي عربستان یوځل بیا په یمن باندې بریدونه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156274
مهر خبري اژانس راپور راکړی د سعودي عربستان پوځ یوځل بیا د یمن په بیلابیلو سیمو باندې حملې وکړې.
(last modified 2025-01-12T23:57:55+00:00 )
Jan 13, 2025 04:16 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان یوځل بیا په یمن باندې بریدونه کړي دي

مهر خبري اژانس راپور راکړی د سعودي عربستان پوځ یوځل بیا د یمن په بیلابیلو سیمو باندې حملې وکړې.

د سعودي عربستان پوځ پرون مازیګر د یمن په «قطابر» کښې په «ال ثابت» سیمې برید وکړ چې پکښې یو ملکي وګړي ووژل شو.

المسیره ټیلي ويژن هم وویل چې د یمن په باقم او منبه سرحدي سیمو کښې په القهر او ال الشیخ  دوو سیمو باندې د سعودي عربستان د پوځ په حملو کښې د یمن یوښاریر او دغه راز د افریقا یو مهاجر ژوبل شوي دي.

له دې مخکې د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي شورا غړي «محمد علي الحوثي» د یمن د بدلونونو په هکله د سعودي عربستان د غلطو جاجونو دوام ته په اشارې سره  خبرداری ورکړ او دغه جاجونې یې د ریاض د پخوانیو ماتیو لپاره یو عامل وباله.

هغه په دې خبرې سره چې هڅه کیږي د یمن جنګ له صهیونیسټ رژیم جنګ او له غزې تړانګې څخه ملاتړ ته محدود شي وویل د یمن ملت د انصار الله غورځنګ په څنګ کښې ولاړ دی او د هر هیواد لخوا د یمن په هکله هر ډول غلطۍ له ماتي او ناکامۍ پرته بل برخلیک نلري.