صهیونیسټي رژیم د سوریې او لبنان په سرحدي سیمو برید کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156296-صهیونیسټي_رژیم_د_سوریې_او_لبنان_په_سرحدي_سیمو_برید_کړی_دی
خبري سرچینو د لبنان په پوله کښې د سوریې د خاورې په ځینو سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو د حملې خبر ورکړی دی.
(last modified 2025-01-13T04:28:06+00:00 )
Jan 13, 2025 08:55 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم د سوریې او لبنان په سرحدي سیمو برید کړی دی

خبري سرچینو د لبنان په پوله کښې د سوریې د خاورې په ځینو سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو د حملې خبر ورکړی دی.

د مقاومت رسندوي شبکې د لبناني سرچینو په حواله ویلي دي: د صهیونیسټي رژیم د پوځ جنګي الوتکو د الهرمل ښار مخې ته د لبنان سرحد ته څیرمه د سوریې د خاورې ځینې په ځینو سیمو بمباري کړې ده.

په دې لړ کښې سپوټنیک خبري آژانس په سوریې کښې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي دي: د چاودنو هغه غږونه چې د سوریې د پلازمینې دمشق په شمال لویدیځ کښې اوریدل شوي، له لبنان سره په سرحدي سیمو د اسرائیلو د هوايي بریدونو وو.

په تحریر الشام پورې اړونده د سوریې ټیلیویژني چینل هم خبر ورکړی چې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم پوځ، د سیمې په یوې ډیرې مهمې پوځي سیمې یعنې قنیطره د اطرافو په کودنه ښارګي کښې د «تل احمر» واک په لاس کښې واخیسته.

د صهیونیسټي رژیم پوځ د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو وروسته د سوریې په پوځي مرکزونو او بیخ بناو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، او په دې موده کښې په بمباریو بوخت دی.