په تل اویو کښې فلسطیني ځوان یو صهونیسټي هلاک کړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم رسنیو په تل اویو کښې د ډزو او په چاقو سره د یوې حملې او د یوه صهونیستي د وژل کیدا او د دوو نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ.
د اسرائیلو نیواکګر رژیم رسنیو وویل وړمه شپه د تل اویو په جنوب کښې په «لوونتین» واټ کښې په چاقو سره د حملو او د ډزو پیښه رامینځته شوه چې پکښې یو صهیونیسټ ښارګي میشته هلاک شو.
ویل کیږي چې په دغه حملې کښې په دوو نورو ژوبلو صهیونیسټانو کښې یو بل مرګي حاله دی او د بل جسمي حالت هم خطرناک دی.
د صهیونیسټ رژیم پوځیانو وویل چې دغه استشهادي عملیات یوه نولس کلن فلسطیني ځوان «صلاح یحیی» ترسره کړي دي کوم چې هغه بریالی شوی و له اجازې پرته د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال نیواکي ټاټوبو یعني اسرائیلو ته ورننوځي.
دغه نولس کلن فلسطینی ځوان وروسته د یوه ښارګي میشته صهیونیسټي لخوا په ډزو وویشتل شو او هغه شهید کړی شو.