د جرمني صدراعظم د ایلان مسک په لاسوهنو سخته نیوکه وکړه
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د جرمني صدر اعظم «اولاف شولټز» په یوې وینا کښې د اروپايي هیوادونو په کورنیو چارو کښې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ د سلاکار او د میلیارډر «ایلان مسک» د لاسوهنو په نه منلو وړ بللو سره هغه د اروپايي هیوادونو لپاره خطرناک کس وباله.
د جرمني صدر اعظم اولاف شولټز په یوې وینا کښې د امریکا د نوي ولسمشر ټرامپ په سلاکار او میلیارډ ر کس ایلان مسک سخته نیوکه وکړه.
هغه وویل دغه خبر کاملا د نه منلو وړ ده چې ایلان مسک د جرمني د انتخاباتو په کمپاین کښې لاسوهنه وکړي او دغه چاره د اروپا او زمونږ ډیموکراټیکه پراختیا په خطر کښې اچوي.
د جرمني صدر اعظم شولټز ټینګار وکړ د جرمني حکومت د امریکا د نوي ولسمشر ټرامپ په سلاکار ایلان مسک باندې د هغه د څرګندونو په دلیل نیوکه نه کوي خو په دې دلیل چې هغه په ټولو اروپايي هیوادونو کښې د ښي پالو سرزورو ډلو ملاتړی دی نیوکه کوي.
د امریکا د نوي ولسمشر ټرامپ سلاکار او میلیارډر ایلان مسک څه موده مخکې په ځلونو په ایکس اینټرنیټ پاڼې باندې څرګندونو سره د جرمني او د نورو اروپايي هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنې کړي دي.
ایلان مسک په ایټالیا او بریتانیا کښې د ښي پالو پاپولیسټانو ملاتړ کړی دی.