د امریکا پنځوس فیصده خلک د هیواد سیاسي نظام نیمګړتیا لرونکی ګڼي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156522-د_امریکا_پنځوس_فیصده_خلک_د_هیواد_سیاسي_نظام_نیمګړتیا_لرونکی_ګڼي
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د نیویارک ټایمز ورځپاڼې او د ایپسوس موسسې د نظر پوښتنې پراساس د امریکا پنځوس فیصده خلک د خپل هیواد سیاسي نظام نیمګړتیا لرونکی ګڼي.
(last modified 2025-01-20T02:51:27+00:00 )
Jan 20, 2025 04:59 Asia/Kabul
  • د امریکا پنځوس فیصده خلک د هیواد سیاسي نظام نیمګړتیا لرونکی ګڼي

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د نیویارک ټایمز ورځپاڼې او د ایپسوس موسسې د نظر پوښتنې پراساس د امریکا پنځوس فیصده خلک د خپل هیواد سیاسي نظام نیمګړتیا لرونکی ګڼي.

دغه نظر پوښتنه چې د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې له دوهمې نیټې څخه تر لسمې نیټې پورې له دوه زره یوسل اتویشتو کسانو  څخه شوي ده ښودنه کوي چې د نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ څو لومړیتونونه لکه د غیر قانوني مهاجرینو کمول، د چین د جوړو شیانو او له چین د وارددونکو شیانو پرضد د ملاتړو اقداماتو اجرا له ډیر ملاتړ څخه برخور دي.

د امریکا اوه اتیا فیصده خلکو چې په دغه نظر پوښتنې کښې یې ګډون کړی دی د نوي ولسمشر ټرامپ د انتخاباتو د مبارزو د یوه اصلي چورلیز په توګه د جنايي مخینه لرونکو غیر قانوني کډوالو د ایستلو ملاتړ کوي.

دغه نظر سنجې وايي د امریکا څه د پاسه نیمايي خلک په ککله یا تر یوه حده له هیواده د ټولو غیر قانوني کډوالو د ایستلو ملاتړ کوي.

د څلور پنځوس فیصده  لاتیني توکمه خلکو او د څلور  څلویښت فیصده ډیموکراټانو په شمول کابو دریمه برخه خلک هم د غیر قانوني کډوالو د ایستلو پلویان دي کوم چې د جوبایډن د څلور کلنۍ ولسمشرۍ په وخت کښې امریکا ته ورغلي دي.

د جوبایډن حکومت د مهاجرت څو محدودیتونه چې ډونالډ ټرامپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړي پړاو کښې لګولي وو ختم کړل او د غیر قانوني مهاجرت له زیاتیدا سره یې مرسته وکړه.

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې او د ایپسوس موسسې د ګډې نظر سنجې پراساس د امریکا څه د پاسه نیمايي خلک د امریکا ټول سیاسي نظام دړې وړې ګڼي.