عربستان سږکال دڅومره حاجیانو کوربه کیږي؟
(last modified Thu, 23 Jan 2025 02:41:44 GMT )
Jan 23, 2025 07:11 Asia/Kabul
  • عربستان سږکال دڅومره حاجیانو کوربه کیږي؟

 تهران ریډیو- د عربستان دحج اوعمرې د چارو وزیر  په یولړ څرګندونو کې ووئیل، سږکال رمضان المبارک  کې به  د کابو پنځلس میلیون زیارتوالو کوربه  وي ، داپه داسې حال کې دي چې  سعودیانو دوه میاشتې مخکې  به رمضان المبارک میاشت  کې (داوسني ظرفیّت دوه برابره) یعني د دیرش  میلیون  زیارتوالو منلو ته اشاره کړې وه.

 زمونږخبریال د فارس له قوله راپور راکړ، د روژې دمبارکې میاشتې  پورې کابو په ۴۰ ورځو کې  د مکې سیمې د امیر مرستیال  مشعل بن عبدالعزیز وئیلي دي، د لازیاتو زیارتوالو  د هستوګنې لپاره ډير ظرفیّت نه لرو.

ټاکل شوې وه،عربستان  تیر کال هم په حج کې  څه دپاسه دوه میلیون او پنځه لکه حاجیان ومني ، خو  له  دوو ملیونو هم کم  حاجیان ئې ومنل . سعودیان   د ۲۰۳۰ کال  په لرلید کې  له تیلو سره  داړوندوالي په کمولو پسې دي او غواړي ، دخداي کور  له زیارتي حالته په یوه ټوریستي بڼې بدل کړي.

دعربستان د ټوریزم د چارو مرستیال   احمد خطیب  ددې خبرې په کولو سره چې ډیری عربی هیوادونه  د مګړئ په ټوریسټئ بدل شوي دي،  ډير زیات عایدات ترلاسه کوي وائي ،مونږ هم  باید یوازې په زیارتوالو پانګونه ونه کړو،بلکې  دټوریزم د جاذبو په  رامینځةکولو سره  غواړو،ټوریسټان  هم جذب کړو.

په مقابل  کې د سوډان د  اوقافو او مذهبی چارو وزیر ددې خبرې په کولو سره چې  مکه او مدینه  زیارتی  ښارونه دي ، وائي،   دلته  خلک  د معنوي ښه حس او آرامښت لپاره   ورځي که  د لوکس  او ټوریسټي جاذبو  د لیدو لپاره  وی ،نو نورو  هیوادونو ته به تلل.