له امریکا سره د مقابلې یوازینۍ لاره مقاومت دی
د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت ا... سید احمد خاتمي وویل، یواځینۍ لاره د امریکا د سپین سترګیو پر وړاندې مقاومت دی، لکه څنګه چې غزه په دغه مقاومت سره بریالی شو، موږ به هم یوه ورځ د جمعې په لمانځه کې د امریکا د ماتې جشن ولمانځو.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړه، نړۍ باید پوه شي چې د امریکا په تړاو د نظام درېځ، د حضرت امام خمیني (ره) او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر درېځ دی، امام فرمایلي، امریکا ستر شیطان دی، د انقلاب رهبر هم په ځلونو همدا درېځ درلود.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د نفوذ د خطر په تړاو د خبرداري ترڅنګ زیاته کړه، امریکا خبرې اترې، له اسلامي انقلاب سره د مقابلې لپاره غواړي.
آیت ا... سید احمد خاتمي په غزه کې د اوربند په تړاو وویل: دغه اوربند د صهیونیسټي رژیم یقیني ماته وه چې د دغه رژیم د چارواکو پرلپسې استعفاګانې یې نښه ده. دوی ویل، د حماس له منځه وړل، خو حماس نه یوازې دا چې تباه نه شو، بلکې د یوه ځواک په توګه راپورته شو.
آیت ا... خاتمي همدارنګه د ایران په خلاف د صهیونیسټي رژیم وروستیو ګواښونو ته په ځواب کې وویل: پر ایران باندې پوځي برید هېڅ پایله نه لري، اوسنی ایران پرونی ایران نه دی، بلکې یو ځواکمن ایران دی، چې له تاسو سره مقابله کوي.