کاناډا کښې لکونو خلکو په انتخاباتو کښې خپلې رایې واچولې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i159474-کاناډا_کښې_لکونو_خلکو_په_انتخاباتو_کښې_خپلې_رایې_واچولې
زمونږ خبریال راپور راکړی په کاناډا هیواد کښې به د لیبرل ګوند حکومت دوام ولري یا کنزرویټو ګوند به د لومړي وزارت څوکۍ وګټي دا خبره به د رایو ورکونکو لخوا وټاکل شي.
(last modified 2025-04-29T02:46:23+00:00 )
Apr 29, 2025 06:23 Asia/Kabul
  • کاناډا کښې  لکونو خلکو په انتخاباتو کښې خپلې رایې واچولې

زمونږ خبریال راپور راکړی په کاناډا هیواد کښې به د لیبرل ګوند حکومت دوام ولري یا کنزرویټو ګوند به د لومړي وزارت څوکۍ وګټي دا خبره به د رایو ورکونکو لخوا وټاکل شي.

په کاناډا کښې د نوي لومړي وزیر د ټاکلو لپاره انتخابات شوي او خلکو خپلې رایې اچولي او دغه راز د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو هم خپلې رایې صندوقونو ته اچولي دي.

په کاناډا کښې د لومړي وزارت لپاره د لیبرل ګوند د مشر مارک کارني او د هغه د سیال پیر پولیور (pierre poilievre)ترمنیځ سخته سیالۍ روانه ده او نظر سنجې وايي چې د لیبرل ګوند د مشر مارک کارني د بریالیتوب امکان زیات دی.

د کاناډا په لکونو خلکو  د رایو په صندوقو کښې راېې واچولې او درې میلیونه خلکو له مخکې څخه خپلې  رایې اچولي او  رایې ورکونکي د پارلمان استازي ټاکي.

د کاناډا په درې سوه درې څلویښت کسیز پارلمان کښې د لومړي وزارت د څوکۍ د ګټلو لپاره د دوه سوه دوه څلویښتو څوکیو د ګټلو ضرورت شته.