د کاناډا نوي لومړي وزیر د وارمخکې انتخاباتو غوښتنه وکړه
(last modified Mon, 24 Mar 2025 00:27:39 GMT )
Mar 24, 2025 04:57 Asia/Kabul
  • د کاناډا نوي لومړي وزیر د وارمخکې انتخاباتو غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کاناډا نوي لومړي وزیر «مارک کارني» د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا او د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره د مقابلې کولو لپاره د اختیاراتو د زیاتولو غوښتنه وکړه.

هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د زیات واک د ترلاسه کولو لپاره د هڅې په لړ کښې د پارلمان د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

د کاناډا نوي لومړي وزیر مارک کارني بیګا وویل: زمونږ د واکمنۍ پرضد د ډونالډ ټرامپ د ګواښونو او د نا توجیه وړ تجارتي اقداماتو په دلیل مونږ د خپل ژوند له تر ټولو مهم کړکیچ سره مخامخ یوو.

هغه د پانګونې او د کاناډا د متحد کولو او او د جوړولو په ضرورت باندې ټینګار سره وویل باید ډیر کارونه ترسره کړو او په همدې دلیل زه له خپلو  کاناډايي هیواد والو غواړم چې ماته مثبت او پیاوړی واک راکړي.

د کاناډا نوي لومړي وزیر مارک کارني وویل ما د کاناډا له ګورنرې میرمن «میري سیمون» څخه وغوښتل چې پارلمان ړنګ کړي او د روان میلادي کال د اپریل په اتویشتمه نیټه دې وارمخکې انتخابات وشي او هغې هم زما خبره ومنله.

د کاناډا نوي لومړي وزیر مارک کارني له امریکا سره د تاوتریخوالو په بهیر کښې وویل چې ولسمشر ټرامپ د دواړو هیوادونو د اړیکو د راتلونکي په باره کښې د جدي خبرو له پیلولو مخکې باید خپلې غیر محترمانه څرګندونې بندې کړي.

کاناډا د امریکا د فولادو او د الومینیمو تر ټولو ستره تامینونکي ده او د امریکا حکومت هم د کاناډا په شیانو زیاتې تعرفي او مالیات لګولي دي.

په دې سربیره د امریکا ولسمشر ټرامپ په ځلونو ویلي دي چې کاناډا باید د امریکا یوپنځوسم ایالت شي چې دغه خبره د کاناډا د خلکو او د حکومت له سخت غبرګون سره مخامخ شوي ده.