د پاکستان له لارې ‏هند ته د افغانستان صادرات وځنډېدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i159442-د_پاکستان_له_لارې_هند_ته_د_افغانستان_صادرات_وځنډېدل
د هند اکانومیک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو له ځنډېدو وروسته د هند په بازارونو کې د وچو میوو بیه ۲۰ سلنه لوړه شوې ده.
(last modified 2025-04-28T03:21:41+00:00 )
Apr 28, 2025 07:46 Asia/Kabul
  • د پاکستان له لارې ‏هند ته د افغانستان صادرات وځنډېدل

د هند اکانومیک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو له ځنډېدو وروسته د هند په بازارونو کې د وچو میوو بیه ۲۰ سلنه لوړه شوې ده.

دې ورځپاڼې نن (د غویي په اتمه) راپور ورکړی، چې د هند او پاکستان ترمنځ د واهګه-اتاري سرحدي دروازې له تړلو وروسته هند ته د افغانستان صادرات بند شوي دي.

دا صادرات داسې مهال ځنډیږي چې د هند او پاکستان ترمنځ حالت سخت ترینګلی شوی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ وروسته له هغې حالت جګړه ییز شو، چې کله د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو وسله وال برید کې ۲۶ سیلانیان ووژل شول او هند د دې برید مسئول پاکستان بولي.

له برید وروسته دواړو هېوادونو پر یو بل بندیزونه ولګول او له یو بل سره یې اړیکې محدودې کړې.