بشر دوستانه موسسې د ټرامپ په وجه له کړکیچ سره مخامخ دي
(last modified Sat, 25 Jan 2025 23:37:15 GMT )
Jan 26, 2025 04:07 Asia/Kabul
  • بشر دوستانه موسسې د ټرامپ په وجه له کړکیچ سره مخامخ دي

زمونږ خبریال راپور راکړی «فارن پالیسي» مجلې ولیکل د بشر دوستانه مرستو وړاندې کونکي موسسې اندیښمنې دي چ

چې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ سیاستونه د دوې د فعالیتونو په مقابل کښې د خنډونو په جوړولو سره د دنیا په بیلابیلو سیمو کښې میلیونونه اړمن کسان تر اغیز لاندې ورولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ سپینې ماڼۍ ته د بیرته ستنیدا په لومړۍ ورځ د یوه اجرايي حکم په لاسلیک کولو سره د امریکا خارجي مرستې د ډیر غور کولو لپاره تر نوي(۹۰) ورځو پورې بندې کړې داسې اقدام چې په مرسته رسونکو موسسو کښې یې اندیښنه او یو شوک رامینځته کړی دی.

فارن پالیسي مجلې پرون په یوه راپور کښې په دغه موضوع غور کولو سره وویل ډیرې مرستې رسونکي ډلې چې په دنیا کښې له غزې رانیولې تر اوکراین او سوډان پورې له سترو  کړکیچونو سره مخامخ دي همداس اوس واک ته د ډونالډ ټرامپ له رسیدا وروسته له نوي چیلنج سره سره مخامخ شوي دي.

فارن پالیسي مجلې زیاته کړه د ټرامپ مخینه ښيي چې هغه په بشردوستانه مرستو رسونکو موسسو باندې برید کړی او د مرسته رسونکو ډلو اندیښنه او  خبرداری یې ځان پسې لرلی ځکه چې ټرامپ د خپلې تیرې ولسمشرۍ په لومړیو څلورو کلونو کښې د خارجي مرستو د بودجې د کمولو هڅه وکړه خو دغه وړاندیز په نهایت کښې د ولسي جرګې  کانګرس لخوا باطل اعلان شو.

فارن پالیسي مجلې په دوام کښې وویل د ملګروملتونو راپور وايي چې په تیر میلادي کال کښې ټولې خارجي مرستې د دوه زره درویشتم میلادي کال په نسبت اوه فیصده کمې شوي دي ځکه چې په دغه کال د نړۍ اوو شتمنو هیوادونو هم د خارجي مرستې په میلیارډونو ډالره بودجه کمه کړه او دغه چاره د بشر دوستانه مرستو او د بې وزلۍ د ختمولو په نړیوالو پروګرامونو باندې د مرستو د کمولو د اغیز اندیښمنونکی انځور پیاوړی کوي.