د فلسطین ملت به په خپلې خاوره کښې هماغه راز پاتې وي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند «عبدالطیف القانوع» په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې سره چې د فلسطین خلک په خپل ټاټوبي کښې ثابت قدمه دي او د دوې د کډوالولو لپاره به هر پلان له ماتي سره مخامخ شي ټینګار وکړ د فلسطین ملت به په خپل ټاټوبي کښې پاتې وي.
هغه وویل هغه څه چې نیواکګران ونه توانیدل د جنګ لارې د فلسطین له خلکو واخلي د ولس د کډوالولو په پلان سره به یې هم ترلاسه نکړي.
عبدالطیف القانوع وویل نیواکګران هڅه کوي چې د اوربند په موافقې کښې له خپلو ژمنو څخه انکار وکړي او په هغو عمل ونکړي خو مونږ به د دغه کار اجازه ورنکړو.
د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند عبدالطیف القانوع ډاګینه کړه د اسرائیلي ښځینه پوځي بندیانو د ورسپارلو صحنو د غزې د جنګ هدفونو ته په رسیدا کښې د صهیونیسټ رژیم نه بریالیتوب اثبات کړ.
د حماس غورځنګ یوه بل ویاند «حازم قاسم» هم په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار کړی و خپلو کورونو ته د غزې تړانګې د شمال سیمې د خلکو بیرته ورستنیدل له خپل ټاټوبي څخه د فلسطین د ملت په کوچولو کښې د دښمن د ماتي د خوړلو نښه ده.
هغه وویل د فلسطین ملت د اسرائیلو رژیم لخوا له بې ساري نسل کشۍ سره سره په خپل ټاټوبي کښې په پاتې کیدا ټینګار وکړ او دغه جنګ یې په خپله ګټه پاې ته ورسوه.
حازم قاسم وویل زمونږ د ملت غوښتنې واضحې او مشخصې دي او دغه عادلانه غوښتنې په خپل ټاټوبي کښې د خپلواکه فلسطیني هیواد جوړیدل دي.