جرمني اوکراین ته د سوله ساتي ځواکونو له استولو سره مخالفه ده
(last modified Mon, 27 Jan 2025 00:35:36 GMT )
Jan 27, 2025 05:05 Asia/Kabul
  • جرمني اوکراین ته د سوله ساتي ځواکونو له استولو سره مخالفه ده

ایرنا خبري اژانس نن د تاس خبري اژانس په قول وویل د جرمني صدراعظم اولاف شولټس په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې سره چې

باید له همدا اوس څخه د هغه څه په هکله چې په اوکراین کښې سولې ته له رسیدا وروسته به څه رامینځته شي اټکلونه ونکړو ټینګار وکړ مونږ اوکراین ته د سوله ساتي ځواکونو د استولو په هکله د اروپايي هیوادونو له یواړخیزه اقداماتو سره مخالف یوو.

هغه د جرمني له یوې ځايي ورځپاڼې سره په مرکه کښې دې ته په اشارې سره چې همدا اوس اوکراین ته د سوله ساتي ځواکونو د استولو لپاره څه نشو ویلای وویل په هر صورت مونږ باید دغه ډاډ ترلاسه کړو هر کار چې په اوکراین کښې یې  ترسره کوو له امریکا سره په غږملتیا سره ترسره شي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولټس په دوام کښې په دې خبرې سره چې زه په پریکنده توګه اوکراین ته د سوله ساتي ځواکونو د استولو په هکله د اروپايي هیوادونو له یواړخیزه اقداماتو سره مخالف یم وویل مونږ باید د ناټو د پوځي تړون د غړیو د ډله ئیزې فیصلې پراساس عمل وکړو او دا د ناټو اساسي اصل دی.

مخکې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا اوکراین ته د سوله ساتي ځواکونو د استولو لپاره د ناټو تړون د غړیو هیوادونو د ایډیا په هکله ویلي وو په اوکراین کښې د ناټو د ځواکونو دیره کیدا روسیې ته کاملا د نه منلو وړ دي ځکه چې د حالاتو د نه کنټرولیدا سبب به شي.