ایران د فلسطین له خلکو سره مرستې ته چمتو دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اوومه نېټه د الاقصی طوفان عملیاتو، د فلسطینیانو آرمان ژوندی کړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې، د فلسطیني مقاومت د بریا او د بندیانو د خلاصون له امله د مبارکۍ ترڅنګ وویل: ایران د فلسطین له خلکو سره مرستې ته چمتو دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: د الاقصی طوفان عملیاتو، د فلسطین مسله او آرمان بیا راژوندی کړ او دا مسئله د سیمې او نړۍ لومړۍ مسئله وګرځېده.
د ایران د ډیپلوماتیکې برخې مشر په دوام کې د سوریې اوسنیو حالاتو ته اشاره وکړه او د دې په بیان سره چې ایران به له هر هغه حکومت څخه چې د سوریې ملت هغه تأیید کړي، ملاتړ وکړي، یادونه وکړه: د ایران اسلامي جمهوریت د سوریې د ثبات او یووالي غوښتونکی دی.