په اوکراین کې تر اوربند وروسته باید ټاکنې ترسره شي
(last modified Sun, 02 Feb 2025 08:29:56 GMT )
Feb 02, 2025 12:59 Asia/Kabul
  • په اوکراین کې تر اوربند وروسته باید ټاکنې ترسره شي

د اوکراین لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي ویلي چې امریکا په اوکراین کې تر اوربند وروسته د ټاکنو غوښتونکې ده.

متقاعد جنرال کیټ کلاګ ویلي، د امریکا دولت غواړي چې اوکراین د روان کال تر پایه او په تېره بیا که په راتلونکو څو میاشتو کې له روسیې سره په اوربند سلا وکړي، د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې ترسره کړي.

کیټ کلاګ ویلي، ګڼ دولتونه د جګړو په وخت کې هم ټاکنې کوي او دا مهمه ده چې اوکراین هم دا کار وکړي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ویلي، د کار په لومړیو میاشتو کې د اوکراین د جګړې د درېدو طرحه وړاندې کوي.

لا د دې طرحې او تګلارې په اړه جزئیات نه دي شریک شوي.

کرملین هم ویلي چې تر اوسه له واشنګتن سره په دې تړاو مستقیمې اړیکې نه دي ټینګې شوي.