نه تسلیمېږو او نه هم ماته خورو
پارس ټوډې - شیخ نعیم قاسم د شهیدو قومندانانو د تلین په مناسبت په وینا کې وویل، حاج عماد مغنیه یو امنیتي او نظامي شخصیت او نوښتګر وو او د ایمان په روحیه یې د مجاهدینو رهبري کوله.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ هغه زیاته کړه: له باطل سره د مقابلې او د هغه د ماتولو لپاره باید جهاد وشي. موږ نه تسلیمېږو او ماته هم نه خورو او د باطل تسلط نه منو.
شیخ نعیم قاسم په دوام کې وویل: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د نتانیاهو (د نیواکګر رژیم د لومړي وزیر) په ملګرتیا سره چې د غزې د بشري قتل عام په لټه کې وو خو ناکامه شو، په سیاسي نسل وژنې لاس پورې کړي. د فلسطین په اړه د ټرمپ دریځونه ډېر خطرناک دي. هغه غواړي چې فلسطين او ملت يې په بشپړه توګه له منځه يوسي.
د لبنان د حزب ا... عمومي منشی په دوام کې وویل: مقاومت د شیخ راغب حرب له ترور څخه نیولې بیا د شهید سید عباس موسوي تر ترور پورې ډېر پرمختګ کړی دی. شهید قوماندانان یوازې د خالص اسلام په لاره کې حرکت کوي. د دوی لاره د اسلامي مقاومت لاره ده. د اسرائيلو پر ضد جهاد د شهيدو قوماندانانو لومړيتوب وو.
د لبنان د حزب ا... عمومي منشي شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ: د فلسطین په تړاو د ټرمپ پلانونه، خوبونه او خیالانونه دي او د عملي کېدو وړ نه دي.
د لبنان د حزب ا.. عمومي منشي په دې خبرې سره چې د امریکا پلان د عربو او اسلامي هېوادونو لپاره خطر دی وویل: د وروستیو جنګونو په لړ کې نړیواله چوپتیا د امریکا د هڅونې سبب شوه.