افغانستان ته د ایران په صادراتو کې زیاتوالی راغلی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157390-افغانستان_ته_د_ایران_په_صادراتو_کې_زیاتوالی_راغلی
د ایران د خراسان رضوي والي غلام‌ حسین مظفري ویلي چې دغه هېواد په روان کال کې افغانستان ته د څه باندې دوه ميليارده ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
(last modified 2025-02-17T08:22:09+00:00 )
Feb 17, 2025 12:03 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د ایران په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

د ایران د خراسان رضوي والي غلام‌ حسین مظفري ویلي چې دغه هېواد په روان کال کې افغانستان ته د څه باندې دوه ميليارده ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.

دغه ایراني چارواکي ویلي چې اجرایي ادارې باید افغانستان ته د صادراتو او له دغه هېواده د وارداتو د اسانتیا لپاره لازمه زمینه برابره کړي.

مظفري د اقتصادي اړیکو د ښه کولو لپاره په پولو او ګمرکونو کې د خنډونود  کمولو پر اړتیا ټینګار کړی او په پولو کې یې د اړینو زیربناوو د جوړولو په برخه کې د ایران او طالبانو د ژمنو د ژر پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

د خراسان رضوي د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستيال رضا جمشیدي هم اعلان کړی چې ایراني بار وړونکي موټرونه  افغانستان ته  تر ننوتلو وروسته لږ تر لږه ۲۰ تر ۲۵ ورځو پورې ځنډول کېږي او د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.

تر دې وړاندې  طالبانو په کابل کې د ایران د سفیر له قوله ويلي وو، چې ایران ته د افغانستان د کلنیو صادراتو ارزښت شاوخوا ۵۰ ميليونه ډالره دی.