د اسرائیلو تیریګر رژیم یوځل بیا د سوریې په جنوب حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157434-د_اسرائیلو_تیریګر_رژیم_یوځل_بیا_د_سوریې_په_جنوب_حمله_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو راپور ورکړ چې صهیونیسټ رژيم یوځل بیا د سوریې په جنوب هوايي برید کړی دی.
(last modified 2025-02-19T03:17:54+00:00 )
Feb 19, 2025 07:44 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو تیریګر رژیم یوځل بیا د سوریې په جنوب حمله وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو راپور ورکړ چې صهیونیسټ رژيم یوځل بیا د سوریې په جنوب هوايي برید کړی دی.

د صهیونیسټ رژيم پوځ وویل چې د دوې هوايي ځواکونو د سوریې په جنوب کښې په «سعسع» سیمه کښې په پوځي تجهیزاتو بمبارې کړي دي.

د صهیونیسټ رژیم د پوځ بیانیې وویل دغه حمله په سوریې کښې د دیره ځواکونو لخوا امنیتي ګواښونو ته په غبرګون کښې شوي ده.

ځايي سرچینو راپور ورکړ چې د اسرائیلو له دغه حملې وروسته په سیمه کښې د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

د سوریې د انتقالي حکومت چارواکو تراوسه د اسرائیلو د دغه حملې په هکله څه نه دي ویلي.

د صهیونیسټ رژيم پوځ د سوریې د ولسمشر بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته د سوریې د پوځي مرکزونو او بیخ بنایانو پرضد حملې زیاتې کړي دي او له تیرو څو میاشتو راهسې هماغه راز د سوریې په پوځي مرکزونو باندې بمباریانې کوي او د سوریې په ختیځ او لویدیځ باندې یې نوي حملې کړي دي.

له دې مخکې د اسرائیلو د رژیم د پوځ جنګي الوتکو د سوریې په ختیځ او لویدیځ کښې په یوشمیر مرکزونو باندې هوايي حملو سره هلته د دیرالزور د پوځي هوايي ډګر په ریډارونو او په «زاما »سیمه کښې په یوسل اوم(۱۰۷) لمبر کیمپ کښې د توغندیو په مرکز او د طرطوس په خوا کښې د وسلو په ګودامونو بریدونه کړي وو.