ایران به د صهیونیسټ رژيم هر ډول ګواښ ته پریکنده ځواب ورکړي
د ایران د سپاه پاسداران د حضرت خاتم الانبیا علیه السلام د مرکزې کیمپ قومندان وویل:
د ایران د ملت د ګټو پرضد صهیونیسټ رژيم هر ډول ګواښ له اسرائیلو د امریکا د بشپړه ملاتړ په توګه جاجول کیږي او د ایران وسله وال ځواکونه پریکنده اقدام ترسره کړي.
د ایران د سپاه پاسداران د حضرت خاتم الانبیا علیه السلام د مرکزي کیمپ قومندان برید جنرال« غلامعلي رشید» په «کنارک» سیمه کښې د پوځ د سمندري ځواک په دریمه سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ذوالفقار د ګډې مانورې د قومندانانو په ټول کښې وویل: د وسله والو ځواکونو او د موسسو کلنې پوځي مانورې په تحولي کړچارونو او د ټولو قواو د معظم قومندان د تدبیرونو پراساس پلانیږي او تصویبږي او هر کال په متوسط ډول دیرش سترې پوځي مانورې او په لسګونو نورې تخصصي مانورې د لوی درستیزوالۍ او د کیمپ لخوا هدف ګذاري کیږي او موسسو ته اعلانیږي.
هغه وویل اوس څلور میاشتې کیږي چې صهیونیسټ رژیم د ایران له قدرت څخه په غلط روایت سره امریکا، اروپايي هیوادونو او د سیمې ځینو هیوادونو ته د دوکې د ورکولو هڅه کوي ؛ صهیونیسټ رژيم په خپل اویا کلن شرمونکي او تیریګر ژوند کښې تل هغه انځور چې په رسنیو کښې یې د خپل قدرت په هکله انځوروي هیڅکله په نیواکي فلسطین کښې له حقیقي تصویر سره هیڅ سمون نه خوري او په همدې دلیل په دائمي ډول د موجودیت د ګواښ په احساس سره له مقاومت جبهې څخه په ویره او دائمي ډول ماتیدا کښې دی او دا ټول شیان د هغو دروغو د ویلو لګښت دی چې اسرائیل یې وايي.
هغه په پاې کښې وویل مونږ صهیونیسټ رژيم او امریکا ته له اسرائیلو څخه د خپلو هراړخیزه ملاتړونو په دلیل خبرداری ورکوو د ایران د ملت د ګټو پرضد د صهیونیسټ رژیم هر ډول ګواښ له اسرائیلو د امریکا د کامل ملاتړ پراساس ګڼل کیږي او د ایران وسله وال ځواکونه به پریکنده اقدام ترسره کړي او د تیریو په مبدا او په لاره کې له اسرائیلو سره په مرسته کونکو اډو او امکاناتو او په کارول شوي فضا باندې به بریدونه وکړي.