چین له ایلان ماسک څخه په ټرامپ د نفوذ لپاره استفاده کوي
(last modified Wed, 26 Feb 2025 08:01:45 GMT )
Feb 26, 2025 12:31 Asia/Kabul
  • چین له ایلان ماسک څخه په ټرامپ د نفوذ لپاره استفاده کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی رویټرز خبري اژانس ویلي دي د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د چین د مسائیلو د منتخبې کمیټۍ د ریپبلیکن او د ډیموکراټ ګوند دوو مشرانو خبرداری ورکړ

پیکینګ ممکنه ده له ایلان ماسک سره د خپلو اړیکو د دباو له اړم څخه په خپله ګټه د ډونالډ ټرامپ په سیاستونو کښې د نفوذ لپاره استفاده وکړي.

د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د چین د مسائیلو د منتخبې کمیټۍ  ریپبلیکن ګوند مشر جان مولینار(john moolenaar) او د ډیموکراټ ګوند لوړرتبه غړي راجا کریشنا مورتي( raja krishnamoorthi) وویل مونږ باوري یوو د چین کمیونیسټ ګوند نیت لري د ایلان ماسک په شمول د امریکا له تجارتي مشرانو  څخه چې په چین کښې تجارتي ګټې لري له واشنګټن سره په خبرو کښې د خپلو هدفونو د پرمخ بیولو لپاره استفاده وکړي.

مولینار په واشنګټن کښې د بروکینګز انسټي ټیویټ په کوربه توب په یوه غونډه کښې ادعا وکړه: د ایلان ماسک د پوښتنې په هکله زه باوري یم چې د چین کمیونیسټ ګوند به له هر فرصته استفاده وکړي.

کریشنا مورتي هم ادعا وکړه چې چین ایلان ماسک د امریکا د خارجه وزیر مارکو روبیو او د ملي امنیت د سلاکار مایک والټز په شمول د ډونالډ ټرامپ په ملي امنیت ټیم کښې د چین ضد له تند لارو کسانو څخه د ځان د بچولو لپاره یوه لاره ګڼي.

چین د امریکا په خارجي سیاست کښې لومړیتوب ګڼل کیږي او د ټرامپ د ولسمشرۍ د یوازې میاشتې په تیریدا سره هغه د چین په شیانو باندې د لس فیصده اضافي تعرفو په لګولو سره په امریکا کښې د چین په پانګونې باندې د ډیر محدودیت د لګولو غوښتنه وکړه.

د امریکا ولسمشر ټرامپ دغه راز په مهمو څوکیو باندې د چین مخالف تند لارې کسان ګومارلي دي.

رویټرز خبري اژانس ولیکل: ایلان ماسک د نړۍ د ترټولو شتمن کس او د ټرامپ د تیر میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین د یوه تر ټولو ستر مالي مرسته کونکي په توګه کولای شي په ټرامپ باندې د نفوذ لپاره د چین لپاره تر ټولو جذاب مجري ووسي ځکه چې هغه د سپینې ماڼۍ یو تر ټولو نږدې سلاکار ګڼل کیږي.