ایران له اسلامی هیوادونو سره د ارتباط په پراختیا ټینګار کوي
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر په ټولو زمینو کې د ملایشیا پشمول له اسلامی هیوادونو سره د ارتباطاتو پر پراختیا ټینګار وکړ او له درستو اسلامی هیوادونو سره ئې د اړیکو د پیاوتیا لپاره چمتووالی و ښود.
زمونږخبریال دایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیتا پرون ناوخته د ملایشیا له خارجه وزیر داتو سری اوتاما حای بن محمد حاجی حسن سره په کتنې کې د ایران اوملایشیا پشمول د اسلامي هیوادونو ترمینځ د ایړکو پياوړتیا او همپالنه ، د اوسنۍ نړۍ د شرائطو ضرورتونه وبلل او وې وئيل؛ دا چې مونږ د اسلامی هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا او همپالنې پر زیاتیدا او دارتباطاتو په پراختیا ټينګار کوو،دیني او اعتقادي اساس لرو،او که اوس صهیونیسټي رژيم په سیمې کې د جنایتونو او تیریو جرائت لري، نو په دې خاطر دی چې مسلمانان یوه بل ته بې پروا دي.
د ایران ولسمشر د اسلامی نړۍ په مسئولانو او سیاستوالانو کې لازیاته همپالنه او غږملتیا ، له اسلامی ټولنو څخه د محرومیّت، بې وځلۍ ، ناوړه تفاهماتو او اختلافاتو په ختمولو کې ډير مهم او اغیز شیندونکي وبلل او زیاته ئې کړه ، اسلامي ایران په ټولو زمینو کې د ملایشیا پشمول له درستو اسلامی هیوادونو سره د ارتباطاتو پر پراختیا ټينګار کوي او په دې لړ کې هر ډول ملګرتیا او مرستو ته تیار دی.
مسعود پزشکیتا همداراز هیله وښودله چې د اسلامی هیوادونو د مشرانو او مسئولانو لیده کاته اوراشه دیرشه له اسلامی هیوادونو سره د مشترکاتو په شریکولو او د هیوادونو ترمینځ د قدرتمند اورغنده تعاملاتو درامینځةکیدا سبب شي.
دملایشیا خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې مسعود پزشکیان ته د ملایشیا د لومړی وزیر له پلوه تود سلام ورساوه او د ایران اوملایشیا اړیکې ئې پر دوستانه مناسباتو او تفاهم مشتملې وبللې او په ټولو زمینو کې ئې د ایران له ظرفیّتونو او تجروبو څځه په استفادې او د اړیکو د پراختیا لپاره د خپل هیواد پر دلچسپۍ ټينګار وکړ.
د ملایشیا خارجه وزیر همداراز دایران ولسمشر ته ملایشیا ته د سفر لپاره هغه ته د ملایشیا د لومړی وزیر انور ابراهیم د رسمي بلنې پیغام هم وړاندې کړ.