د افغانستان او پاکستان تر ټولو مهم پرمختګونه،په تیرې  اونۍ کې
(last modified Sat, 24 May 2025 11:04:46 GMT )
May 24, 2025 15:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان تر ټولو مهم پرمختګونه،په تیرې  اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان  د وروستیو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د پام وړ مو وګرځي.

ددغه اونیز پروګرام په پيل کې د رته ددواړو هیوادونو د ځینو مهمو  بدلونونو په اړه یوه لنډه شان خلاصه درآورو، او بیا مو هم رابولوو، د ځینو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته

 */*/*/*/*/ 

 د پاکستان په پيښور کې د پیښور ملي میوزیم کې  د ایران کلتوري سټال جوړیدا

*/*/*/*/ 

 د علامه محمد اقبال د  زوکړې کلیزه او ولولناکې دستورې

*/*/*/*/

په پاکستان د هند ستره هوائي حمله او د پاکستان کوټلی ځواب

*/*/*/*/

د  افغانستان او ایران د تیلو او انرژۍ د  وزیرانو لیده کاته

*/*/*/*/ 

 او د  چین پاکستان او  افغانستان ګډه ناسته  او پر اقتصادي ملګرتیاؤ ټينګار ، په  تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان ځیني مهمې پيښې وې ،نو اوس مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې  آوریدو ته

************************

=         دوستانو  د میوزيم نړيوالې ورځې سره سم،  د  پاکستان د خیبر پختونخوا صوبې  په مرکز  پېښور کې په پيښور ملي موزيم کې د ايران کلتوري سټال جوړ  شو. دا پېښه د هنر  د مينه والو او کلتوري څېړونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوه، چې پکې د ايران د هنري آثارو ارزښتناکه ټولګه، په تېره بيا لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شول، چې د ايران د تاريخ، هنر او کلتوري هويت انځور ئې وړاندې کړی دی .

د پاکستان په  پېښور کې  د ايران  د کلتوري مرکز مسئول  حسين چاقمي  په دغو دستورو کې  په خپلې وينا کې د میوزيمونو پر اهميت، د کلتور او تمدن له پخوانيو نسلونو څخه راتلونکو نسلونو ته د لېږد په اړه خبرې وکړې او و ې ويل؛میوزيمونه نه يوازې د هنري ښکلا  استازيتوب کوي، بلکې د تمدنونو او کلتورونو ترمینځ د اړيکو د سمبولونو په توګه، د کلتوري ميراث په ساتنې کې هم اساسی  رول لوبوي.

دا پروګرام ، چې د کلتور او هنر مينه والو په شتون سره ترسره شو ، د پېښور په يوه  مهم  کلتوري مرکز کې د ايراني هنر د بېلابېلو اړخونو د پېژندنې فرصت برابر کړ. دا کلتوري پروګرام، چې درې ورځې ئې دوام وکړ، يوازې   ايران ته د سټال  د  جوړولو بلنه ورکړل شوې وه.

دپاکستان د  پېښور ملي میوزيم، چې د پاکستان یو مهم  کلتوري او تاريخي مرکز شمېرل کېږي، د ګندهارا تمدن او بوديزم د ارزښتناکو آثارو په درلودلو سره، د سيمې د تاريخ او کلتور په معرفي کولو کې مهم رول لوبوي.

     د  پاکستان ستر ملی شاعر  او فیلسوف علامه محمد اقبال د درناوي دريم  ملي کنفرانس، چې د  اوسمهاله اقتصادي او ټولنيزو مسائلو د حل لارو چارو په اړه د دغه لوي متفکر  د فلسفيانه ليدلوري پر اساس  جوړ  شوی ؤ، د علمي شخصيتونو، د پوهنتون استادانو، داخلي او بهرنيو کارپوهانو او يو شمېر ډيپلوماټانو په شتون سره داسلام‌آبادد ماډرن ژبو په  ملي پوهنتون(the National University of Modern Languages)  کې ترسره شوه. د ايران د اسلامي جمهوريت سفير  رضا اميري مقدم» د دغو مراسمو د خاص مېلمه په توګه د علامه اقبال د اسلامي نړۍ په کلتوري خبرو اترو کې پر لوړ مقام ټينګار وکړ.

د کنفرانس په علمي برخو کې دوه تخصصي ناستې وشوې، چې پکې د اقبال پېژندونکو د اقبال د تعليمي فلسفې، افراطيت سره د مقابلې، او د سوله‌ييز ګډ ژوند د پياوړتيا په اړه د علامه اقبال د فکر له نظره بحثونه وکړل او پر دې ئې ټينګار وکړ چې ځوانان بايد د اقبال له افکارو سره بلد شي

  د پاکستان د دفاعي صنايعو وزير محمد رضا حيات  وويل:  پر پاکستان د هندوستان  وروستۍ بريد د اسرائيلي وسايلو په کارولو سره ترسره شوی او دا تیریګر رژيم د هند براعظم په وروستيو کړکېچونو کې تر پَردې تر شا اصلي عامل دی.

د پاکستان د دفاعي صنايعو وزير د پاکستان او هند ترمینځ د اوربند په اړه ادعا وکړه چې دا  اوربند د پاکستاني ځواکونو د ميداني برلاسي  او د هند د تسليمېدو په نتيجې کې   شوی دی.

د صهيونيستي رژيم د جاسوسي  ادارې موساد  له لوري د هندوستان  د توغندوي  بريدونو ملاتړ د دې لامل شوی، چې د پاکستان ډېری کارپوهان، په تېره بيا د دغه هېواد نامتو ژورنالېست   او شناندی حامد مير د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړي، چې  دغې جګړې ثابته کړه چې اسرائيل د پاکستان اصلي دښمن دی.

دا شنونکي ټينګار کوي، چې د اسرائيلي تیریګر  رژيم رول  په وروستيو کړکېچونو کې بايد له پامه ونه غورځول شي او اسلام‌آباد بايد خپله سيمه‌ييزه تګلاره په ډېر احتياط سره منظمه کړي.

      د پاکستان د ارتباطاتو او ټيلی کمیونیکیش د چارو  وزير  عبدالعليم خان د روسيې د تاتارستان جمهوريت په کازان کې د  خبرواترو د ټولګې په پایزې ناستې  کې وويل: اسلام‌آباد غواړي د جنوبي او مرکزي آسيا هیوادونو په نښلولو کې اساسی  رول ولوبوي. د پاکستان د  ارتباطاتو  او مواصلاتو وزير د ګوادر بندر په سمندري ټرانسپورټ  برخې کې د فعاليتونو د پيل يادونه وکړه او زياته ئې کړه: پاکستان غواړي د  مینځنئ آسيا هېوادونو ته د اوبو د لاسرسي اسانتيا برابره کړي.

عبدالعليم خان د  مزارشريف-کوهاټ د اورګاډي پټلۍ پروژې ته هم اشاره وکړه او د دغې پروژې د پلي کولو لګښت ئې کابو  ۶۳۳ ميليون  ډالره اعلان کړ او و ې ويل: اسلام‌آباد هڅه کوي کراچئ، کويټه او ګوادر ښارونه د سړکونو د  چینل له لارې له مرکزي آسيا او اروپا سره ونښلوي.

        د پاکستان د بلوچستان صوبې په خضدار سيمې کې د ښوونځي د بس د چاودنې په پېښې کې، چې د پاکستان پوليسو  ترهګريزه پېښه بللې، لږ تر لږه شپږ زده‌کوونکي ووژل شول او ۳۸ نور ټپيان شول.

تر  وروستیو پورې هېڅ ډلې د دغه بريد مسئوليت نه دی منلی، خو مخکې له دې په داسې پېښو کې د پاکستان چارواکو بیلتون غواړې ترهګرې  او اورپکې ډلې د داسې بريدونو عاملې بللي دي. داپه داسې حال کې دي چې  ځینو خبرو سرچینو د خصدار  په دغې پيښې کې چې په بس کې زده کونکي او دهغوی استاذان روان وو، کابو ۳۵ کسان وژل شوي او یوشمیر نوره هم ټپیان شوي دي.

= د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار وويل: د مرکزي آسيا هېوادونه به ډېر زر د پاکستان او افغانستان د خاورې له لارې اوبو ته لاسرسی ومومي. دا  لاسرسی له چين سره د ګډو ټرانزيټي او اقتصادي پروژو يوه برخه ده.

اسحاق ډار ټينګار وکړ، چې د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمینځ درې‌اړخيزه ريلي پروژه به ډېر زر نهايي شي. همدارنګه د چين د کمربند او سړک اقتصادي پروژې د پراختيا او د پېښور-کابل لوئې لارې د جوړولو په اړه خبرې اترې هم پيلېږي.

د  کمربند او سړک»( سی پیک کریډور) اقتصادي پروژه، چې چين ئې مشري کوي، کلونه کیږي د ختيځي او لوېديځې اسيا، اروپا او افريقا د نښلولو په موخه ئې پرمختګ کړی. پاکستان د دغې پروژې یوه اصلي لاره ده.

   د ايران د تېلو وزير  محسن پاک‌نژاد  د افغانستان  د طالبانو د حکومت د کانونو له وزير هدايت‌الله بدري  سره په کتنې کې د تېلو او ګیسو  په برخې کې پر پراخو ملګرتیاؤ او د دغه صنعت د پراختيا پر زمينو ټينګار وشو او د پرمختيا امکانات وڅېړل شول.

د ايران د تېلو وزير په دغې کتنې کې روښانه کړه، چې د دواړو هېوادونو اړيکې پر ورورګلوۍ او ګډو ګټو ولاړې دي او د ايران د اسلامي جمهوريت تګلاره د اقتصادي اړيکو، په تیره بيا د تیلو او ګیسو په برخې کې له ګاونډيو هېوادونو سره پراختيا او ژورول دي.

پاک‌نژاد د ايران د حکومتي او خصوصي شرکتونو پر سترو وړتياوو، د تېلو او ګیسو د ميدانونو د اکتشاف، پراختيا او توليد په برخې کې اشاره وکړه او و ې ويل: ايران اوس د افغانستان د اړتياوو په پام کې په  نيولو سره د تېلو، ګیسو، تصفيې او پيټروکیمیکل په برخو کې د هر اړخيزو ملګرتیاؤ لپاره تیار  دی، خو د دواړو هېوادونو اړيکې په دې برخه کې اوس د موجودو وړتياوو په کچه نه دي.

د افغانستان  د طالبانو د حکومت د کانونو وزير هم په دغې کتنې کې د دواړو هېوادونو پر تاريخي او کلتوري ګډو اړيکو ټينګار وکړ او و ې ويل؛جغرافيائي موقعيت او اوږد ګډ سرحد ايران او افغانستان ته دا وړتيا ورکوي، چې د سيمې په نښلولو او له  نورو هېوادونو سره په سوداګرۍ کې مهم رول ولوبوي.

هدايت‌الله بدري د افغانستان په پنځو سيمو کې د تېلو او ګیسو د زېرمو پر شتون او د اکتشافي فعاليتونو پر اړتيا ټينګار وکړ او روښانه ئې کړه، چې د ايران دانش‌بنياد یا پوه بنسټه  شرکتونه د نوي کشف شويو او احتمالي تیلو او ګیسو د  ميدانونو د اکتشاف، پراختيا او ګټې اخيستنې لپاره کافي تجروبه او تخصص لري.

=    د ايران د  اسلامي جمهوريت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزير  سيد محمد اتابک د  افغانستان د طالبانو د حکومت د کانونو له  وزير هدايت‌الله بدري  سره په کتنې کې وويل: «ايران چمتو دی، چې د کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخې کې خپلې تجروبې او تخنیکي پوهه د افغانستان په اختيار کې ورکړي.» اتابک په دې کتنه کې هيله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو په کانونو او معدني محصولاتو کې ملګرتیا به د ايران او افغانستان د عوايدو په کچه کې د پام وړ زياتوالی راولي.

د ایران د صنعت وزير د دواړو هېوادونو بډایو  کانونه د پراختيا او ارزښت د جوړولو لپاره يو ښه موقعيت وباله او و ې ويل: مونږ چمتو يو، چې د ګډو صنعتي پارکونو او کارخانو په جوړولو او دوه‌اړخيزې پانګونې سره د ملي شتمنيو څخه د پرمختيا او پراختيا په ګټه له افغانستان سره اقتصادي ملګرتیاوکړو.

اتابک د دوه‌اړخيزو تړونونو د عملي کولو پر اهميت ټينګار وکړ او د اکتشاف، استخراج، معدني صنايعو او پروسس لپاره ئې د کمېټو د جوړولو خبر ورکړ.

   د چين، پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمینځ د ترهګرۍ پر ضد د ملګرتیاؤ د پياوړتيا او د سيمې د سولې او ثبات لپاره د ګډو اقدامونو په موخې  ګډه ناسته  په بیجینګ کې ترسره شوه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل؛ د چين، پاکستان او افغانستان د پنځمې درې‌اړخيزې ناستې کوربه د چين د بهرنيو چارو وزير  وانګ يي ؤ، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير  محمد اسحاق دار  او د  افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو سرپرست  امير خان متقي  په کې ګډون کړی ؤ. همدارنګه د دغه پروګرام په څنډې کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان د طالبانو د  د بهرنيو چارود وزارت  سرپرست ترمینځ دوه‌اړخيزه ناسته هم ترسره شوه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په بيانيه کې راغلي: په دې ناسته کې د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پر ګډو ملګرتیاو، د سيمې د امنيت د لوړولو او اقتصادي اړيکو د پراخولو لپاره د يوه مهم بنسټ په توګه ټينګار وشو او د ډيپلوماټيکو اړيکو د زياتولو، د اړيکو د پياوړتيا او د سوداګرۍ، بیخ بینائيو او پراختيا د ودې لپاره د عملي ګامونو د پورته کولو په اړه بحث وشو.

وانګ يي، اسحاق ډار او متقي هوکړه وکړه، چې د  کمربند او سړک پروژې (BRI) کې ملګرتیا ژوره کړي او د چين او پاکستان اقتصادي کريډور (CPEC) افغانستان ته هم پراخه کړي. همدارنګه ئې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د سيمې د ثبات او پرمختيا د پياوړتيا لپاره پر خپلې ګډې ژمنتيا ټينګار وکړ.

=   د  افغانستان  د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت په يوې بيانيې کې د  بریک ترو  گفت‌وګو  ناستې ته په اشارې سره ، چې د مرکزي او جنوبي اسيا هېوادونو د استازو په شتون سره په ازبکستان کې ترسره شوه، د سيمې د ملګرتیاؤ  پر اهميت ئې ټينګار وکړ او   خبرې اترې  او اعتماد جوړونه ئې د دوامداره پراختيا بنسټ وباله.

د «ترمذ یا بریک ترو  خبرو اترو په نامې سره  » ناسته، چې د مئ  د میاشتې له ۱۹ نېټې څخه په ازبکستان کې پيل شوه او تر ۲۰۲۵ کال د مئ تر ۲۲ نېټې پورې ئې دوام وکړ، د  افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت په يوه رسمي بيانيه کې د سيمې د هېوادونو ترمینځ د اقتصادي او ترانزيتي ملګرتیاؤ د پراخولو غوښتنه وکړه.

په دغې بيانيه کې د افغانستان او ازبکستان ترمینځ د ملګرتیاؤ پر پراختيا، په تېره بيا د بیخ بینائي پروژو لکه د افغان-ترانس ريلي پټلۍ او د سرخان‌دريا څخه پلخمري ته د ۵۰۰ کيلو واټه برېښنا د لېږد پروژې ته هم اشاره شوې ده.

د بریک ترو  گفت‌وګو ناسته د ازبکستان د حکومت په نوښت او د مرکزي او جنوبي اسيا هېوادونو د چارواکو، نړيوالو  او رګانونو او د اقتصادي بنسټونو د استازو په شتون سره ترسره شوه. د دغې ناستې موخه د سيمې د نښلولو پياوړتيا، د اقتصادي ملګرتیاؤ پراختيا او د سيمې د ثبات او سوکالۍ لپاره د ګډو لارو چارو موندنه ده.

دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل وخته مو په نیاؤمن خدای سپارو ، خداي مو مل او ملګری  سرلوړي او سلامتیا مو له خداي پاکه غواړو.  

 (سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************