د ایران د ولسمشر مرستیال د خبریالانو د زړورتیا درنښت وکړ
(last modified Tue, 17 Jun 2025 07:34:53 GMT )
Jun 17, 2025 12:04 Asia/Kabul
  • د ایران د ولسمشر مرستیال د خبریالانو د زړورتیا درنښت وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف د راډیو او د ټیلي ويژن ادارې صداوسیما د کارکونکو او د خبریالانو زړورتیا ته د احترام کولو په ترڅ کښې وویل

صهیونیسټ رژیم د ایران له ملت سره له ټکر څخه د خپل جعلي روایت د جوړولو لپاره په رسنیو او خبریالانو باندې حمله وکړه.

هغه د ایران په راډیو او ټیلي ويژن ادارې باندې د صهیونیسټ رژيم حملې ته په اشارې سره وویل صهیونیسټ ناجایز رژیم د ایران له ملت سره له ټکر څخه د خپل جعلي روایت د جوړولو لپاره په رسنیو او د رسنیو په خاوندانو حمله پیل کړي ده.

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف ټینګار وکړ په راډیو او ټیلي ويژن ادارې حمله هم په همدې لړ کښې ده چې د دغه رسنۍ د خبریالانو په شجاعت او زړورتیا سره یې د دښمانانو حیرت راوپاروه.

دغه شجاعت او دغه راز د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن ادارې د غیرتمنو شهیدانو او د ژوبلو کسانو درنښت کوو.

صهیونیسټ ناروا، ظالم او دیکتاتور رژیم د خپلو جنایتکارانه حملو په دوام کښې پرون مازیګر د ایران د راډیو او ټیلي ويژن  ادارې په «شیشه اي» ودانۍ چې هلته ژوندۍ خپرونه روانه وه حمله وکړه.

د ایران اسلامي جمهوریرت خبري اژانس «ایرنا» په یوې بیانیې کښې په راډیو او ټیلي ويژن ادارې صداو سیما باندې حملې کښې د صهیونیسټ جنایتکار رژيم اقدام وغاند او ټینګار یې وکړ دغه جنایتکارانه اقدام د ایران د ملت د حقانیت د غږ د غلي کولو لپاره یوه ناوړه هڅه ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ هم نن په یوې پیغام کښې په راډیو او ټیلي ويژن ادارې صداوسیما باندې د صهیونیسټ رژیم د غچ اخیستونکي حملې د غندلو په ترڅ کښې ټینګار وکړ د  صهیونیسټ رژیم دغه اقدام نه یوازې د نړیوالو قوانینو ستره خلاف ورزۍ بلکې د اطلاعاتو د رسولو ، د تبین او د روشنګرۍ د صحیح بهیر پرضد د جنګ اعلان دی.