د اسرائیلو ناروا رژیم بیچاره او لالهانده شوی دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په راډیو او ټیلي ويژن ادارې «صداو سیما» باندې له جنایتکارانه حملې وروسته وویل دغه حملې وښودله چې د اسرائیلو رژیم بیچاره شوی دی.
عراقچي زیاته کړه دغه حمله د بزدلۍ د اوج ښودنه کوي چې کله اسرائیل د جنګ په یوې حقیقي صحنې کښې نشي کولای بریالی ووسي په یوه مدني مرکز چې یوازې حقیقت بیانوي حمله کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دوام کښې وویل اسرائیلو فکر کاوه که چیرې زمونږ پوځي قومندانان ټرور کړي یا په ځینو مرکزونو باندې حملې وکړي نو د ایران اسلامي جمهوریت له کمزورتیا سره مخ کیږي چې مثلا ایران لاسونه پورته کوي خو دوې د ایران ملت نه دی پیژندلی او تجربه نه دی کړی.
هغه وویل مونږ اته کاله وجنګیدو او په اتلواله ډول مو دفاع وکړه او د ټولو بایکاټونو او د دباونو په مقابل کښې مو مقاومت وکړ په دې اساس دښمنان په عمل کښې ناهیلي شول او سمدستي د ایران نور قومندانان وټاکل شول او زمونږ وسله والو ځواکونو خپل چمتووالی وښود.
عراقچي وویل د ایران دښمانان دې پوه شي چې له پوځي پلوه حل لارې ته نشي رسیدلی او نشي کولای د ایران ملت په زور سره د خپلو غوښتنو منلو ته مجبوره کړي.