دښمن د ایران د تولید د څرخې د بندولو هڅه کوي
(last modified Thu, 27 Feb 2025 11:22:34 GMT )
Feb 27, 2025 15:52 Asia/Kabul
  • دښمن د ایران د تولید د څرخې د بندولو هڅه کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې خبرې باندې ټینګار سره چې نن سبا له بشپړه اقتصادي جنګ سره ښکیل یوو وویل:

دښمن هڅه کوي چې د ایران د تولید څرخه له مشکل سره مخامخ کړي او مونږ هم کوشش کوو چې هغه(دښمن) ته د دغه کار اجازه ورنکړو.

هغه نن په تهران کښې له اقتصادي فعالانو، صنعتګرانو او کار رامینځته کونکو سره په غونډه کښې ډاګینه کړه پوهیږو چې له بشپړه جنګ سره ښکیل یوو او هیله من یوو چې تاسو په دغه لاره کښې بریالي شئ او مونږ  به هم هر  هغه  کار چې کولای شو ترسره کړو چې د تاسو ملاتړ وکړو.

د ایران ولسمشر پزشکیان د ایران او له اورسیا سره چې څه د پاسه دوه سوه څخه تر درې سوه میلیونو پورې نفوس لري  د ازاد تجارت تفاهم لیک ته په اشارې سره وویل مونږ هڅه کوو چې ډیرې ګمرکي ، ارتباطي او د لارو مسائیل حل شي.

د ایران ولسمشر پزشکیان د تهران ولایت ولسوالیو ته په خپل دوهم سفر کښې نن اسلامشهر، بهارستان او رباط  کریم ته ورغی.

هغه د تیرې اوونۍ په پنجشنبې ورځې د کابینې له غړیو سره یوځاې شهریار، قدس او ملارد ولسوالیو ته تللی و.