زلنسکي سولې ته چمتو نه دی ؛ زه سوله غواړم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له روسیې سره سولې ته چمتو نه دی او د اوکراین ولسمشر په سپینې ماڼۍ کې د امریکا بې احترامي کړې.
ټرمپ پرون دا څرګندونې په یوې اعلامیې کې وروسته تر هغه وکړې چې ټرمپ او مرستیال یې جې ډي ونس، په سپینې ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر سره وکتل او دا لیدنه په "لفظي شخړې" بدله شوه.
ټرمپ په یوې اعلامیې کې ویلي، "پریکړه مې وکړله چې که متحده ایالات پکې برخه ولري، ولسمشر زلنسکي سولې ته چمتو نه دی ځکه هغه احساس کوي چې زموږ برخه لرل ، هغه ته په خبرو کې ډېره ګټه ورکوي. هغه ( ولادمیر زلنسکي) د امریکا بې احترامي وکړله او کله چې سولې ته چمتو شي، بیرته راتلی شي".
د اوکراین ولسمشر سپینې ماڼۍ ته د دواړو هیوادونو تر منځ د نادره معدني موادو پر سر د موافقې د لاسلیک کولو لپاره راغلی وو، خو ټرمپ په دې لیدنه کې د اوکراین ولسمشر ته خبرداری ورکړ که دا موافقه لاسلیک نه کړي، متحده ایالات به ترې ووځي.
ټاکل شوې وه چې ټرمپ او زلنسکي په سپینې ماڼۍ کې د نادره معدني موادو موافقې تر لاسلیک کولو وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتونو ته ځوابونه ورکړي، خو د اوکراین ولسمشر له خبري کنفرانس څخه وړاندې له سپینې ماڼۍ ووت.
ټرمپ او ونس د اوکراین پر ولسمشر دا تور هم ولګاوه چې د امریکا د مرستو په خاطر یې له دې هېواده منندويي نه ده کړې.