سوریې کښې له موقته حکومت سره د دروزیانو جنګ پیل شوی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی رسنیو د سوریې د موقته حکومت د مشر احمد الشرع چې لقب یې ابو محمد الجولانی دی له وفاداره ځواکونو سره د دمشق په خوا کښې په «جرامانا» ښار کښې د دروزي وسله والو ډلو ترمینځ د سخت جنګ د رامینځته کیدا خبر ورکړ.
په دې اړه د سوریې د سویدا ولایت یو پلاوی د سوریې له موقته حکومت سره د تاوتریخوالو د کمولو لپاره د هڅې په توګه جرامانا ښار ته رسیدلی دی.
په عین حال کښې ځینو رسنیو راپور ورکړ چې د سوریې د سویدا دروزي ملیشا ځواکونو د دمشق په خوا کښې په جرامانا سیمې باندې حملې سره دغه سیمه د الجولاني د حکومت له کنټرول څخه وویستله.
د سوریې د دروزیانو پوځي شورا تیارسی اعلان کړی دی او د سویدا سیمې دروزیان واټونو ته راوتلي دي او الجولاني ته له وفاداره ځواکونو سره د جنګ کولو لپاره دمشق ته تلو ته چمتو شوي دي.
ځینو ټولنیزو رسنیو هم د سوریې په جرامانه ښار کښې موقته حکومت ته د اړونده د یوشمیر وژل شویو کسانو او د موقته حکومت د ځواکونو له کنټرول څخه د دغه ښار له ایستلو څخه د خلکو د خوشحالۍ کولو عکسونه خپاره کړي دي.
په عین حال کښې تحریر الشام ډلې ته اړونده د سوریې الاخباریه ټیلي ويژن راپور ورکړ چې د سوریې له موقته حکومت سره د اوربند او د جرامانا ښار د حالاتو د ارامولو لپاره د دمشق په خوا کښې د جرامانه ښار د چارواکو او د شیخانو لخوا هڅې روانې دي.