امریکا ته مو ښې څپېړې ورکړي دي
(last modified Sun, 02 Mar 2025 08:00:13 GMT )
Mar 02, 2025 12:30 Asia/Kabul
  • امریکا ته مو ښې څپېړې ورکړي دي

پارس ټوډې - د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قومندان په دې خبرې سره چې په دې وروستیو کلونو کې مو امریکا ته ښې څپېړې ورکړي دي وویل: د ایران په اوبو کې د لسو بریتانوي تېریګرو کښتۍ چلوونکو نیول او زموږ د تیلو وړونکو کښتۍ نیول، د دې ملت ځواکمن او ویاړلي اړخونه دي.

د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قومندان څرګنده کړه: په شپاړسمه او اوولسمه پېړیو کې د سمندري ځواکونو نه درلودل د دې سبب شول چې پرتګالیان د ایران پر جنوبي سیمو باندې واکمن شي او د پرتګالیانو د نیواک د ختمولو لپاره، ایرانیانو له انګرېزانو مرسته وغوښتله، خو هغوی هم خیانت وکړ او پر خپلو ژمنو یې عمل ونه کړ.

سردار علیرضا تنګسیري څرګنده کړه: د ایران هر ټاپو په تېره بیا بوموسی، لوی تنب او کوچنی تنب د ایران لپاره مهم ستراتیژیک اړخونه لري او د هرمز تنګي ساتنه د همدغو ټاپوګانو په اساس ممکنه ده.

د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قومندان د دې په بیان سره چې، په فارس خلیج کې نړیوالې اوبه نه لرو او دغه اوبه په براعظم پورې تړاو لري ټینګار وکړ، زموږ د هېواد د نفتو او ګازو ډېرې زېرمې په دې سیمه کې شتون لري او له دغو زېرمو څخه په جدي توګه د استفادې لپاره د چارواکو هڅې پکار دي.

د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قومندان وویل: زموږ د ګران هېواد سمندري ځواک په ډېر زحمت او د ۲۴ ساعتونو په هلو ځلو او د لسګونو شهیدانو په قربانیو سره، توانېدلی چې د تیلو د صادراتو بهیر وساتي.