د نیالګیو کښېنولو ملي غورځنګ جدي ونیول شي او دوامداره وي
(last modified Wed, 05 Mar 2025 11:23:03 GMT )
Mar 05, 2025 15:53 Asia/Kabul
  • د نیالګیو کښېنولو ملي غورځنګ جدي ونیول شي او دوامداره وي

پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب رهبر د نیالګیو د کښېنولو له ورځې سره سم، درې نیالګي کښېنول.

د اسلامي انقلاب د اطلاع رسونې د دفتر له راپور سره سم، حضرت آیت ا... خامنه‌ يي د دې نیالګیو له کښېنولو وروسته، د نیالګیو کښېنول یو ګټور، راتلونکي ته پام کول او د شتمنۍ تولید یاد کړ او  د نیالګیو کښېنولو ملي غورځنګ ته د جدي پاملرنې پر ضرورت باندې په ټینګار سره، چې تېر کال د شهید رئیسي په دولت کې پیل شو، وویل:  ټول خلک باید د نیالګیو کښېنولو په موضوع کې د یوه صالح او حسنه عمل په توګه ګډون ولري، څو د ونو په زیاتېدو سره، د ژوند چاپېریال طراوت او صفايي پیدا کړي.

د اسلامي انقلاب رهبر هر کال د نیالګي کښېنولو لپاره خپل اقدام، د دې ټکي د بیان لپاره یو سمبولیک اقدام وګڼلو چې د نیالګي کښېنول یوازې ځوانۍ پورې اړه نه لري او ټول خلک په بېلابېلو عمرونو کې باید له دې مهم، ستر، اړین او ښکلي کار سره مینه او انګېزه پیدا کړي.

حضرت آیت ا... خامنه‌يي پر دې باندې په ټینګار سره چې د نیالګي کښېنول له بېلابېلو اړخو څخه یوه ګټوره پانګونه او د شتمنۍ تولید دی، زیاته کړه: په هرې انګېزې سره د نیالګي کښېنول که له میوه لرونکو ونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه وي او که له هغه ونو څخه استفاده کول چې لرګي یې ارزښت لري، یو بشپړ ګټور اقدام دی چې پکې زیان شتون نه لري.

هغوی نیالګي او کروندې د هوا د سلامتیا لامل وګڼلو او د چاپېریال پر لوړ ارزښت باندې په ټینګار سره، څرګنده کړه:  ونې او بوټي شنه کېدل د هوا له ښه کولو سربېره، د ژوند کولو د چاپېریال د پاکوالي او د انسانانو د روحي تازګۍ سبب هم ګرځي، ځکه ونې او بوټې زړه راښکونکي او سترګې خوښوونکي دي.

د اسلامي انقلاب رهبر د نیالګیو کښېنولو ملي غورځنګ ته د جدي پاملرنې پر ضرورت باندې په ټینګار سره، چې تېر کال د شهید رئیسي په دولت کې پیل شو، وویل: دا پلان چې تېر کال پیل شو او اوس هم دوام لري، د دې ښودنه کوي چې په څلورو کلونو کې د یو میلیارد ونو کښېنول عملي دي او دولتي بنسټونه باید په دې برخه کې له خلکو سره مرسته وکړي.

حضرت آیت ا... خامنه‌ يي د ونو پرې کولو او په کروندو باندې د هغوۍ د ځمکو بدلېدو په تړاو په خبرداري سره زیاته کړه: د ونو پرې کول له تخنیکي او اړینو مواردو پرته، یو زیان او خطر دی او باید د ځنګلونو د ویجاړولو او پر کرنیزو ځمکو باندې د هغوی د بدلېدو مخه ونیول شي.

په ایران کې، د مارچ له پنځمې تر دولسمې نېټې ( د کب له ۱۵ تر ۲۲مې) نېټې پورې د طبیعي سرچینو د اونۍ په نوم نومول شوې ده، چې د دې اونۍ لومړنۍ ورځ ( د مارچ شپږمه) د نیالګیو د کښېنولو ورځ ده.