ایران تراوسه د امریکا د ولسمشر لیک نه دی ترلاسه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157984
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ ایران ته د لیک د استولو په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ادعا په هکله وویل: مونږ تراوسه دا ډول کوم لیک نه دی ترلاسه کړی.
(last modified 2025-03-07T23:44:15+00:00 )
Mar 08, 2025 03:55 Asia/Kabul
  • ایران تراوسه د امریکا د ولسمشر لیک نه دی ترلاسه کړی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ ایران ته د لیک د استولو په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ادعا په هکله وویل: مونږ تراوسه دا ډول کوم لیک نه دی ترلاسه کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له فاکس بیزنس ټیلي ويژن سره په یوه مرکه کښې وویل چې د ایران ستر مشر ته یې یو لیک استولی دی چې د خبرواترو غوښتنه پکښې شوي ده.

اکسیوس سایټ په دې هکله ولیکل: د امریکا ولسمشر ټرامپ وايي چې د ایران مشر ته یې یو لیک استولی دی او پکښې د اټومي موافقې وړاندیز شوی دی.

د امریکا دغه رسنۍ زیاته کړه  د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل چې ما په تیرې چهارشنبې ورځ د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه اي ته یو لیک استولی دی چې ټينګار مو کړی دی زه غواړم چې د ایران د اټومي پروګرام په هکله موافقې ته ورسیږو.

د امریکا ولسمشر ټرامپ یوځل بیا په دغه ادعا سره چې غواړي له ایران سره د نوي اټومي موافقې په هکله خبرې وکړي ادعا وکړه باید داسې کار ترسره شي چې ایران ونشي کولای اټومي وسلې ولري.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي څه موده مخکې ویلي وو زه  د ډونالډ ټرامپ له حکومت سره د نیغ په  نیغه خبرو ملاتړ نه کوم ځکه چې په امریکا اعتماد نلرم.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم وویل چې له امریکا سره د خبرو ملاتړ کوم خو د اسلامي انقلاب د سترلارښود ایت الله خامنه اي په سپارښتنې به عمل وکړم.