عراقچي: د اړیکو ساتنه د ایران او ترکي چارواکو ګډ مسؤلیت دی
پارس ټوډې د ایسنا په حواله لیکلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، چې د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو په بیړنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان جدې ته تللی ، د غونډې په څنډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې ښاغلي عراقچي د اسلامي نړۍ، په ځانګړې توګه د لویدیځې آسیا په سیمه کې له ننګونو سره د مقابلې لپاره د اسلامي هیوادونو ترمنځ د پراخې همکارۍ او همغږۍ اړتیا ته په اشاری سره د اسلامي نړۍ لخوا د پریکنده او متحد اقدام غوښتنه وکړه ترڅو د غزې د خلکو د جبري بې ځایه کیدو یا د لویدیځې غاړې له اشغالګر وجود سره د یوځای کیدو له لارې د فلسطین د ویجاړولو لپاره د استعماري دسیسې مخه ونیسي.
عراقچي همداراز په سوریه کې خطرناکو بدلونونو ته هم اشاره وکړه او د سوریې د نویو واکمنانو مسؤلیت یې د سوریې د خلکو د ټولو ډلو اوپرګنو د امنیت او ژوند ساتنې وباله او ټینګار یې وکړ چې په سوریه کې به ناامني او بې ثباتي یوازې د صهیونیسټ رژیم په ګټه او د ترهګرو او افراطي ډلو او عناصرو د ناوړه ګټه پورته کولو سبب شي .
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم د ترکیې او ایران د دوه اړخیزو اړیکو لوړ اهمیت ته هم اشاره وکړه او په بیلابیلو برخو کې یې د دوه اړخیزو اړیکو د ساتلو او پراختیا لپاره د دغه هیواد د مشرانو په هوډ ټینګار وکړ.