له ډول ډول بایکاټونو سره سره د ایران خلک ثابت قدمه دي
(last modified Mon, 10 Mar 2025 23:55:12 GMT )
Mar 11, 2025 04:25 Asia/Kabul
  • له ډول ډول بایکاټونو سره سره د ایران خلک ثابت قدمه دي

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د پوځ لوی درستیز برید جنرال «محمد باقري» ډاګینه کړه هیڅوک له خپل ټاټوبي څخه نشو ایستلای، د فلسطین د خلکو جرړه هلته ده او هغوې به په خپل ټاټوبي کښې پاتې شي.

هغه وویل د فلسطین له غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو د ایستلو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرامپ پلان یوازې احساسي خبرې دي او هغه د اجرا وړ نه دي او د فلسطین خلک به دغه خبره ثابته کړي.

د ایران د پوځ لوی درستیز برید جنرال محمد باقري زیاته کړه: کلونه کلونه کیږي چې دښمانان د زیات دباو له سیاست څخه استفاده کوي او داسې هیڅ بایکاټونه نه دي پاتې چې هغوې د ایران پرضد نه وي لګولي خو د ایران خلک هماغه راز ثابت قدمه دي او د حزب الله ځوانان به په پریکنده توګه له مخکې څخه زیات قوي شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوي هم وویل: د امریکا د ولسمشر ټرامپ پلان غیر منطقي او بې اساسه دی او هیڅکله به محقق نشي.

هغه وویل د امریکا د ولسمشر ټرامپ د پلان په هکله د ایران دریځ ، د فلسطین د خلکو ، د نړۍ د مسلمانانو او د منطقي خلکو په شان دی.

د ایران د پوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوي ټینګار وکړ چې هیڅ عاقل سړی تر دباو او بایکاټ لاندې خبرې نشي منلای ؛او په دې شکل خبرې غیر منطقي دي   او هغه  شرافتمندانه نه دي.

دغه راز د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي هم ټینګار وکړ چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس  کړچار په ایران باندې د امریکا د زیات دباو د سیاست په نتیجه کښې دی او هغه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له اصولو سره سمون نلري او د دغه اژانس له منشور سره په ښکاره تضاد کښې دی.