د فلسطین مسله باید د فلسطینیانو د غوښتنو پراساس حل شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د قدس شریف په پلازمینه د یوه خپلواکه هیواد د جوړیدا او د فلسطین په ملاتړ کښې د اسلام اباد دریځونه ثابت وبلل او ټینګار یې وکړ:نړیواله ټولنه باید د فلسطین مسله د فلسطینیانو له غوښتنو سره سم حل کړي.
هغه پرون د ملي پارلمان او د مشرانو جرګې په ګډې غونډ کښې په پاکستان کښې د سولې او د ثبات د تثبیت لپاره د همفکرۍ او له ټروریزم سره د مقابلې لپاره د اسلام اباد د حکومت او امنیتي ادارو هڅو ته په اشارې سره وویل په پاکستان کښې له ترهګرۍ څخه له مالي ملاتړونو او خارجي حمایت سره سره له ترهګرو ځواکونو او د امنیت له مخالفانو سره به زمونږ جنګ دوام ولري.
د پاکستان ولسمشر زرداري له خپلو دوستو او ګاونډیو هیوادونو سره د اسلام اباد د دوه اړخیزه اړیکو په اهمیت باندې ټینګار سره وویل په سیمه کښې د سولې ، ثبات او د تجارت لپاره پیوستون ته هوډمن یوو او په سیمه کښې په ټولو برخو کښې له دوستو هیوادونو سره د راشه درشه د پراخولو پرضرورت ټینګار کوو.