ګرینلینډ له امریکا سره د نږدې اړیکو غوښتونکی نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158072-ګرینلینډ_له_امریکا_سره_د_نږدې_اړیکو_غوښتونکی_نه_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ګریلینډ لومړي وزیر موت اګده(Mute Egede) پرون وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د شمالي قطب له معدني موادو د دغه پراخه بډایه جزیرې د مالکیت لپاره د خپلې ګروهنې په تکرارولو سره د ګرینلینډ له خلکو سره غیر محترمانه چلند کړی دی.
(last modified 2025-03-11T01:31:45+00:00 )
Mar 11, 2025 05:48 Asia/Kabul
  • ګرینلینډ له امریکا سره د نږدې اړیکو غوښتونکی نه دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ګریلینډ لومړي وزیر موت اګده(Mute Egede) پرون وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د شمالي قطب له معدني موادو د دغه پراخه بډایه جزیرې د مالکیت لپاره د خپلې ګروهنې په تکرارولو سره د ګرینلینډ له خلکو سره غیر محترمانه چلند کړی دی.

هغه د ډانمارک له «ډي ار» ټیلي ویژن سره په مرکه کښې وویل مونږ له احترام څخه د ډک کړچار قابل یوو او زه فکر نه کوم چې د امریکا ولسمشر ټرامپ دا ډول چلند کړی وي.

د ګرینلینډ لومړي وزیر موت اګده  وویل زه فکر کوم هغه څه چې د امریکا ولسمشر ټرامپ څه موده مخکې ترسره کړي وو دغه معنا لري چې د ګرینلینډ خلک نور د تیر وخت په شان له امریکا سره د اړیکو غوښتونکي نه دي.

هغه په یو لړ څرګندونو کښې چې د ګرینلینډ له عمومي انتخاباتو یوه ورځې مخکې وشوې وویل مونږ باید تمایز ته قائل ووسو او له هیوادونو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره ډیرې هڅې وکړو چې هغه راتلونکي ته چې غواړو جوړ یې کړو ډیر احترام کوي.

د ګرینلینډ لومړي وزیر موت اګده په ځلونو ویلي دي دغه جزیره اي هیواد چې یوازې اوه پنځوس زره نفوس لري د دغه هیواد له خلکو سره اړه لري او دوې باید د خپل برخلیک په هکله فیصله وکړي او د ګرینلینډ د بشپړه خپلواکۍ ملاتړ وکړي.

ګرینلینډ چې پلازمینه یې نوک(Nuuk) دی د ډانمارک د پلازمینې کوپن هیګن په نسبت د امریکا نیویارک ته نږدی دی په خپلو معدني ، موادو ، تیلو او د طبیعي ګازو په سرچینو ډیر فخر کوي خو په دغه جزیرې کښې د پراختیا بهیر سست دی او د هغه اقتصاد ډیر په کب نیولو او له ډانمارک څخه هر کال د سب سیډیانو په اخیستلو ولاړ دی.

د امریکا ولسمشر ټرامپ تیره اونۍ په ولسي جرګې کانګرس کښې د ګرینلینډ جزیرې د مالکیت لپاره په خپلې دلچپسۍ ټینګار وکړ او ادعا یې وکړه که چیرې د ډانمارک په باچاهي حکومت کښې کورواکه سیمه ګرینلینډ د امریکا له خاورې سره یوځاې شي نو د دغه هیواد د خلکو لپاره به هوساینه او امنیت رامینځته کړي.