د لبنان حزب الله غورځنګ د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو جنایتونه وغندل
(last modified Wed, 19 Mar 2025 01:01:36 GMT )
Mar 19, 2025 05:31 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله غورځنګ د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو جنایتونه وغندل

مهر خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د حملو له سره پیلیدل وغندل.

حزب الله په یوې بیانیې کښې په غزې تړانګه کښې د فلسطین د خلکو پرضد د نسل کشۍ ، په بې ګناه ملکي وګړو ، ښځو او ماشومانو باندې حملې هغه هم په داسې حالت کښې چې په خوب کښې او په داسې شرایطو کښې چې د غزې وسیدونکي له ظالمانه کلابندۍ  او سختې لوږې سره مخامخ دي په کلکه وغندلې.

حزب الله په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ د اوربند پرضد د کودتا لپاره د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر نتانیاهو د ټروریسټي کابینې فیصله او د امریکا د حکومت په کامل ګډون او د نړیوالې ټولنې په ناوړه چوپتیا سره د جنګ له سره پیلول په دغه ټکی باندې ټینګار دی چې د اسرائیلو یاغي رژيم او د امریکا حکومت هیڅ ژمنې او موافقې ته پاې بنده نه دي او دوې د یوې سکې دوه مخونه دي او د وینې تږي دي او د وژلې او د ورانۍ له ژبې پرته بل هیڅ شی نه پیژندي.

د لبنان حزب الله غورځنګ زیاته کړه د امریکا د حکومت ماهیت او د فلسطین ، د لبنان ، د سوریې او د یمن پرضد د جنګونو له لارې په سیمه کښې د واشنګټن د بې ثباتۍ رامینځته کونکي اقدامات د اور د بلولو په قدرت سره د نویو واقعیتونو او سیاستونو د تپلو لپاره د امریکا هڅه په ډاګه کوي.

د لبنان حزب الله د فلسطین له زړورو مقاومت ډلو او د غزې تړانګې له وسیدونکو څخه خپل بشپړه ملاتړ اعلان کړ او د دنیا له پتیالیو او اسلامي او عربو ملتونو یې وغوښتل چې په غزې کښې د فلسطین د ملت پرضد نسل کشۍ کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژيم مشارکت رسوا کړي.

حزب الله غورځنګ وویل دغه صهیونیسټي دښمن چې په تیرو پینځلسو میاشتو وحشیانه جنګونو کښې د فلسطین د مقاومت ډلو د ارادې په ماتولو کښې یې ماتي خوړلي ده د خپلو هدفونو د پوره کیدا وس نلري او د فلسطین موضوع به د اسلامي امت اصلي موضوع پاتې وي.