۱۴۰۳ د کډوالو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خونړی کال وو
(last modified Sat, 22 Mar 2025 02:58:07 GMT )
Mar 22, 2025 07:28 Asia/Kabul
  • ۱۴۰۳ د کډوالو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خونړی کال وو

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په خپل تازه راپور کې تېر میلادي کال، ۲۰۲۴، د ناقانونه کډوالو لپاره تر ټولو مرګونی کال بللی، چې پکې منزل ته د رسېدو پر مهال د مړینو شمېر تر ټولو لوړ وو.

د وروستیو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې نژدې ۹ زره کسان د ناقانونه او خطرناکو لارو په اوږدو کې، د اروپا او امریکا پر لور له ژونده بې برخې شوي دي.

تر  ټولو خطرناکې لارې په آسیا کې موقعیت لري، ورپسې د مدیترانې سمندرګي او بیا افریقا لارې دي، چې زیات شمېر کډوال پکې مړه شوي دي.

په هرو لسو کسانو کې یو تن له خورا تشدد سره مخامخ شوی، لکه ډزې، په چاقو وهل، فزیکي تاوتریخوالی، او آن د دولتي ځواکونو له لوري قتل ښودل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره، چې په دې وروستیو کې یې د ډونالډ ټرمپ د ادارې د پالیسیو له امله د خپلې بودیجې ډېره برخه له لاسه ورکړه او زرګونه کارکوونکي یې رخصت کړل، له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ناقانونه کډوالو د مړینو شمېرې راټولوي.

که څه هم له ۲۰۲۱ راهیسې هر کال د کډوالو د مړینې شمېر لوړیږي، د کډوالو ادارې چارواکي وایي، زرګونه مړینې هر کال یوازې د رسمي اسنادو د نشتوالي له امله نه ثبتېږي.