امریکا باید له ایران سره زموږ په سوداګرۍ کې مداخله ونه کړي
(last modified Sat, 22 Mar 2025 03:02:29 GMT )
Mar 22, 2025 07:32 Asia/Kabul
  • امریکا باید له ایران سره زموږ په سوداګرۍ کې مداخله ونه کړي

پارس ټوډې - د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چیني شرکتونو پر وړاندې د امریکا د نويو بندیزونو په غبرګون کې، د بیجینګ-تهران په اقتصادي  همکاریو کې د واشنګټن د مداخلې د پایته رسولو غوښتنه وکړه.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند مائو نینګ پرون اعلان وکړ چې بیجینګ تل د غیرقانوني یو اړخیزه بندیزونو او بهرني قضایي صلاحیتونو له ناوړه ګټې اخیستنې سره مخالف دی او له واشنګټن څخه غواړي چې د چین او ایران تر منځ په عادي سوداګریزو او اقتصادي همکاریو کې خپله مداخله او کمزوري کول پایته ورسوي.

دا خبرې په داسې حال کې دي چې امریکا تېره پنجشنبه د چین د ختیځ په شاندونګ ایالت کې د تیلو یو چڼځای او د دې هېواد په سویل کې د ګوانګډونګ ایالت کې د تیلو پر یوه مرکز له ایران څخه د تیلو د وارداتو په تور بندیزونه ولګول.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ټینګار وکړ چې بیجینګ به د چیني شرکتونو د قانوني حقونو او ګټو د قوي ساتنې لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي.