اروپايي هیوادونه د اوکراین جنګ د زیاتولو هڅه کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کریملین ماڼۍ ویاند وویل چې اروپايي هیوادونه د اوکراین د شخړې د جرړه ئیز حل پرځاې کي یف ته د پوځي مرستو په زیاتولو سره د دغه جنګ د زیاتولو کوشش کوي.
د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف پرون وویل اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ د جرړه ئیز حل پرځاې کي یف ته د پوځي مرستو په زیاتولو او دغه هیواد ته د ځواکونو په استولو باندې غور کولو سره یوازې د اوکراین د جنګ د زیاتولو کوشش کوي.
پسکوف زیاته کړه اروپايي هیوادونه باید په صادقانه ډول له سولې سره دلچسپۍ ولري خو دغه هیوادونه همدا اوس د جنګ او د پوځي توب خبرې کوي.
د کریملین ماڼۍ ویاندې دیمیتري پسکوف وویل اروپايي هیوادونه د اته سوه میلیارډه ډالرو د تامینولو هڅه کوي د روغتیايي خدماتو او د بیخ بنایانو د پراختیا لپاره نه بلکې د پوځي توب لپاره.
هغه د فرانسې تر اټومي چتر لاندې د اروپا د راوستلو لپاره د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون وړاندیز ډیر خطرناک وباله.
د روسیې چارواکي پسکوف سپيڼې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرامپ بیرته ستنیدا ته په اشارې سره وویل اروپايي هیوادونه په ډیر سخت حالت کښې ورغلي دي ځکه چې ښار ته د پولیسو نوی قومندان راغلی دی.
هغه وویل د پولیسو دغه نوی قومندان ټرامپ اروپايي هیوادونو ته وايي زه ټول کارونه ترسره کوم او تاسو یې باید لګښت ورکړئ.