اسرائیلو د حماس غورځنګ یو مهم مشر شهید کړ
(last modified Mon, 24 Mar 2025 01:13:30 GMT )
Mar 24, 2025 05:43 Asia/Kabul
  • اسرائیلو د حماس غورځنګ یو مهم مشر شهید کړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو جنایتکار او ظالم رژیم د فلسطین په غزې تړانګه کښې په بیلا بیلو سیمو باندې سختو بمباریو ته دوام ورکړی

چې په ترڅ کښې یې له پینځو دیرشو څخه زیات کسان شهیدان شوي او دغه راز د فلسطین په خان یونس سیمه کښې په مواسي سیمه کښې  د حماس غورځنګ یو مهم مشر صلاح البردویل چې د فلسطین د قانون جوړولو د شورا غړی هم و  له خپلې میرمنې سره یوځای شهید شوی.

د حماس غورځنګ دغه مهم مشر صلاح البردویل او د هغې میرمنې په یوې خیمې کښې د روژې د مبارکې میاشتې د درویشتمې شپې په مناسب لمونځ ادا کاوه چې اسرائیلو ورباندې حمله وکړه او دواړه یې شهیدان کړل.

د اسرائیلو جنایتکار رژیم تراوسه د فلسطین له پنځوسو زرو څخه زیات ښاریز شهیدان کړي او لکونو نور یې ژوبل کړي هم دي.