تراوسه مو د ټرامپ لیک ته ځواب نه دی ورکړی
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزیر دې ته په اشارې سره چې تهران تراوسه د امریکا د ولسمشر لیک ته ځواب نه دی ورکړی وویل: دا ځواب د بشپړېدو په حال کې دی چې په مناسب وخت کې به ورکړل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون د خپل ارمنستاني سیال آرارات میزوریان سره په ګډ خبري کنفرانس کې په ایروان کې څرګنده کړه چې ایران به د امریکا له لوري د سخت فشار لاندې خبرې ونه کړي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک ته د ایران د اسلامي جمهوريت غبرګون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: موږ تراوسه د امریکا د ولسمشر لیک ته ځواب نه دی ورکړی او دا ځواب د چمتو کېدو په حال کې دی، چې ډېر ژر به په مناسب وخت کې ورکړل شي.
عراقچي پر دې باندې په ټینګار سره چې ایران به د پوځي ګواښونو او زیاتو بندیزونو په شرایطو کې له امریکا سره مستقیمې خبرې ونه کړي زیاته کړه: ایران تل تیار دی چې د خپل سوله ایز اټومي پروګرام په اړه او د دې په برخه کې د ډېرې روښانتيا لپاره خبرې اترې وکړي او په همدې چوکاټ کې اوس مهال، ایران له درېیو اروپايي هېوادونو او نورو علاقمندو هېوادونو سره په دې اړه خبرې اترې کوي.
عراقچي څرګنده کړه چې تهران د خپل سوله ایز اټومي پروګرام په تړاو هېڅکله د خبرو اترو میز نه دی پریښی او هېڅکله به هم دا کار ونه کړي.