اسرائیلي رژیم نه شي کولای د فلسطینیانو هویت له منځه یوسي
پارس ټوډې – د لبنان د حزب الله عمومي منشي د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: اسرائیلي رژیم د فلسطین د اشغال په ۷۵ کلونو کې نه دی توانېدلی چې د فلسطینیانو هویت له منځه یوسي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم زیاته کړه، د الاقصی طوفان په نړۍ کې د فلسطین مسئله څرګنده کړه او داسې حقیقت یې ښکاره کړ چې هېڅوک نه شي کولای هغه له منځه یوسي.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي په دې خبرې سره چې د الاقصی طوفان عملیاتو د اسرائیلو جنایتکارانه اقدامات په ډاګه کړل وویل: صهیونیسټي رژیم په هویتي بحران کې دی او د نیواک په دوام سره نشي کولای خپل شتون ثابت کړي.
شیخ نعیم قاسم دې ته په اشارې سره چې امریکایان د فلسطینیانو د بې ځایه کولو او د لبنان، سوریې، مصر او اردن د ځمکو د اشغالولو په لټه کې دي، ټینګار وکړ چې دغه پروژه به د مقاومت په قربانیو سره له ناکامۍ سره مخامخ او نړۍ ته به د امریکا خبیث ماهیت ثابته شي.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي همدارنګه د دې په بیان سره چې د مقاومت محور د ایران د اسلامي جمهوریت د معنوي او سیاسي ملاتړ احسانمند دی، اسرائیل هېڅکله نه شي کولای چې د لبنان د مقاومت مخه ونیسي.
په همدې حال کې شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ، د لبنان حکومت باید د اسیرانو د آزادۍ او خلاصون د موافقې په اجرا کې خپل رول او مسئولیت ادا کړي او پر فعالو ډلو دې فشار واچوي چې اشغالګران اوربند ته مجبوره کړي.