د مقاومت د مشرانو وژل مقاومت نه کمزوری کوي
(last modified Fri, 28 Mar 2025 08:49:19 GMT )
Mar 28, 2025 13:19 Asia/Kabul
  • د مقاومت د مشرانو وژل مقاومت نه کمزوری کوي

پارس ټوډې - د حزب الله د مرحوم عمومي منشي سید حسن نصرالله لور جنایتکارو صهیونیسټانو ته په خطاب کې وویل: فکر مه کوئ چې د مقاومت د مشرانو وژل به مقاومت کمزوری کړي.

د حزب الله د مرحوم عمومي منشي شهید سید حسن نصرالله لور زینب نصرالله د جمعې په ورځ د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت د تهران د جمعې لمانځه له خطبو مخکې په خپله وینا کې وویل: موږ له خدای، د خپل امام زمان او همدارنګه د اسلامي ملت له مرحوم مشر امام خمیني (ره) او خپل شهید سید حسن نصر الله سره ژمنه کوو چې د مقاومت لارې ته به دوام ورکوو او دا لاره به خپل وروستي منزل ته ورسوو، حتی که موږ ټول په دې لاره کې شهیدان هم شو.

د لبنان د حزب الله د شهید عمومي منشي سید حسن نصرالله لور د خپل پلار وینا ته په اشارې سره وویل: زموږ شهید سید په ځلونو پر دې ټکې باندې ټینګار کړی چې لبنان به هېڅکله اسرائیلي نه وي، نو ځکه زموږ د وینو په تویولو مه دوکه کېږئ ځکه چې دا وینه تل بریالۍ شوې ده او وي به، او موږ د الله تعالی پر ژمنې باور لرو لکه څنګه چې سید موږ ته د بري وعده راکړې ده، چې موږ خامخا بريالي یوو.