صهیونیسټي رژیم د جنایتکاره امریکا د وژلو ماشین دی
(last modified Sat, 29 Mar 2025 02:36:21 GMT )
Mar 29, 2025 07:06 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم د جنایتکاره امریکا د وژلو ماشین دی

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي شورا مشر د فلسطین د بې دفاع خلکو په وژلو کې د صهیونیسټانو جنایتونو ته په اشارې سره وویل: په حقیقت کې صهیونیسټي رژیم د جنایتکاره امریکا د وژلو ماشین دی.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل: د سلطې نظام پر بشري ټولنې په ظلم سره خپل حیات ته دوام ورکوي او فلسطین د استکباري نظام پر وړاندې د نړیوالې ټولنې وېښ وجدان دی.

د پارس ټو‌ډې د راپور له مخې؛ د اسلامي شورا مشر په دې خبرې سره چې له صهیونیسټی رژیم سره د امریکا اړیکې مشارکتي، توافقي، ملاتړي او هماهنګي دي، وویل: د انګلستان او اسرائیلو اړیکې هم د پلار او زوی اړیکې دي.

قالیباف څرګنده کړه: د امریکا مشران نه یوازې د ایران پوځي توان له پامه غورځوي، بلکې له مذاکرې څخه د دوی موخه د اسلامي جمهوریت بې وسلې کول دي؛ خو د دښمن د غوښتنې د پوره کولو لپاره خبرې اترې، د جګړې مقدمه ده او هېڅ ملت دا ډول غوښتنه نه مني.

د ایران د پارلمان مشر وویل: اسلامي ایران د ولس په ملاتړ، د زړور رهبر او د دفاعي قدرت او د مؤنو، انقلابي، شهامت غوښتونکو، تجربه کارو وسله والو ځواکونو او حوصلې لرونکو بسیج ځواکونو په ملاتړ سره، په میدان کې ولاړ دي او له هېڅ ګواښ څخه نه وېرېږي.

د ایران د اسلامي شورا مشر امریکا او متحدینو ته یې په خبرداري سره وویل: که اسلامي ایران تهدید کړئ، نو بیا به د باروتو د ذخیرې په څېر به په سیمه کې د امریکا متحدین او د امریکا اډې خوندي نه وي.