د خبرو لاره د امریکایانو د چلند څرنګوالی ټاکي
پارس ټوډې – د ایران ولسمشر د دې په بیان سره چې تهران هېڅکله له خبرو په شا شوی نه دی، وویل: دا د امریکایانو د چلند ډول دی چې د خبرو د لارې دوام ټاکي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون ایران ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ لیک ته په اشارې سره وویل: د مستقیمو خبرو موضوع د دواړو خواوو ترمنځ رد شوې، مګر د غیر مستقیمو خبرو لاره خلاصه ده او ټینګار شوی، ایران هېڅکله له خبرو په شا شوی نه دی او له ژمنو سرغړونې باید جبران شي او باور بېرته ترلاسه شي.
د ایران ولسمشر د قدس په نړیوالې ورځې کې د خلکو پراخ ګډون څخه په مننې، د کوچني اختر رارسېدل د ایران خلکو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې یوه میاشت ځان جوړونه او عبادت د عمومي او ټولنیز رفتار او چلند د ښه والي او غوره والي سبب شي.
د ایران ولسمشر همدارنګه د دې په بیان سره چې د صهیونیسټي رژیم ناوړه جنایتونه باید ودرول شي، څرګنده کړه: دا په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي چې د اوربند په اعلان سره، د ټکنالوژیو په کارولو سره د بې ګناه انسانانو پر سر باندې بمونه واچول شي؛ هېڅ شریف انسان دا غیر انساني چلند نه مني.