د اسرائیلو ظالم رژیم د اختر په ورځ هم فلسطینیان شهیدان کړل
(last modified Mon, 31 Mar 2025 09:02:14 GMT )
Mar 31, 2025 13:32 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو ظالم رژیم د اختر په ورځ هم فلسطینیان شهیدان کړل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ وویل د صهیونیسټ رژيم پوځ په کوچني اخبر ورځ هم د غزې د خلکو وژلو ته دوام ورکړ او دغه اختر ته هیڅ ډول احترام نه کوي.

حماس غورځنګ زیاته کړه: د کډوالو په خیمو کښې د کوچني اختر په ورځ د ماشومانو وژل د صهیونیسټ نیواکګر رژيم د فاشیسټي توب د اندازې او د دغه رژیم لخوا د هیڅ ډول انساني او اخلاقي ارزښت د نه لرلو ښودنه کوي.

صهیونیسټ رژیم پرون په فلسطین کښې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د دیارلسو ماشومانو په شمول درې دیرش فلسطینیان شهیدان کړي وو.

حماس غورځنګ د نړۍ له پتیالیو ملتونو وغوښتل چې د مظاهرو او د بیلابیلو فعالیتونو په ترسره کولو سره حکومتونه په غزې تړانګې او لویدیځې غاړې باندې د تیریو د بندولو لپاره سمدستي اقدام ترسره کولو ته مجبوره کړي.