یمنیان په برید سره ماته نه خوري
پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دوشنبې په مازدیګر وویل چې دښمن له څو کلونو راهیسې هڅه کوي چې یمن ته ماتې ورکړي؛ خو یمنیان به په برید سره ماتې ونه خوري.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې له المسیره چینل سره یې مرکه کوله وویل: یمنیان اتلان دي او په ټینګه له خپلو اهدافو دفاع کوي. امریکایانو پر یمن باندې ځکه یرغل وکړ چې هغوی ولیدل صنعا د بریا په حال کې ده او مقاومت کوي.
عراقچي په دوام کې وویل: پر یمن باندې د تیریو بهیر به ناکامه شي. له لسو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه د یمن د ملت د ماتولو هڅه کوي، خو دوی ناکامه نشول.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: دا یو ثابت حقیقت دی چې یمنیان په بریدونو او تیریو سره نشي ماتېدلی.
عراقچي په پای کې څرګنده کړه: دا ادعا چې پر یمن برید د ایران پر خاورې د یرغل مقدمه ده، کومه نوې خبره نه ده او موږ ډېر داسې ګواښونه اورېدلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا ټینګار وکړ: تهران به هېڅکله د ګواښونو تر فشار لاندې ولاړ نه شي او هېچا ته به هم اجازه ورنکړي چې له موږ سره په زور خبرې وکړي. دښمنان به له خپل دې ګواښونو پښیمانه شي.