روسیې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د امریکا ګواښونه وغندل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د باندنیو چارو د وزیر مرستیال «سرګي ریابکوف»
په یو لړ څرګندونو کښې په ایران باندې د احتمالي حملې په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ لافو وهلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: مونږ د ایران پرضد د ټرامپ ګواښونه او الټي میټمونه غندو.
اینټرنیشنل افیرز مجلې راپور ورکړی د روسیې د خارجه وزیر مرستیال سرګي ریابکوف د ایران پرضد د امریکا د ولسمشر ګواښونه او الټي میټمونه په ایران باندې د خپلې ارادې د تپلو لپاره د ډونالډ ټرامپ لخوا یو چلول وباله او ویې ویل: د امریکا د ولسمشر ټرامپ دغه کړچار به د حالاتو د نور پیچلي کیدا سبب شي.
هغه وویل ایران په ښکاره او صریح ډول د امریکا د ولسمشر ټرامپ د لافو په هکله خپل دریځونه اعلان کړي دي وویل باید تر هغه وخت پورې چې اوس هم فرصت شته یوې منطقي موافقې ته د رسیدا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړو او روسیه چمتو ده دغه موافقې ته د رسیدا لپاره د ایران او د امریکا په شمول له ټولو لورو سره ملګرتیا وکړي.
په عین حال کښې د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي د امریکا د ولسمشر ټرامپ ګواښ له نړیوالې سولې او امنیت سره ښکاره ټکر وباله.