ایران به هیڅکله د اټومي وسلو د جوړولو هڅه ونکړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158652-ایران_به_هیڅکله_د_اټومي_وسلو_د_جوړولو_هڅه_ونکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرونیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت به تر هیڅ شرایطو لاندې د اټومي وسلو د لټون، جوړولو او یا لاس ته د راوړلو هڅه ونکړي.
(last modified 2025-04-01T23:16:57+00:00 )
Apr 02, 2025 01:04 Asia/Kabul
  • ایران به هیڅکله د اټومي وسلو د جوړولو هڅه ونکړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرونیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت به تر هیڅ شرایطو لاندې د اټومي وسلو د لټون، جوړولو او یا لاس ته د راوړلو هڅه ونکړي.

عباس عراقچي وویل د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ شاید د دوه زره پینځلسم میلادي کال له اټومي موافقې سره دلچسپۍ ونلري خو هغه تړون د ایران لخوا د یوې مهمې ژمنې تضمینونکی دی چې اوس هم په خپل ځای پاتې ده او حتی امریکا چې له دغه اټومي موافقې وتلي ده بیا هم ګټه ترلاسه کړي ده.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل ایران یوځل بیا ټینګار کوي چې هیڅکله او تر هیڅ شرایطو لاندې به د اټومي وسلو د لټون، تولیدولو یا جوړولو هڅه ونکړي.

د اټومي تړون له لاسلیک کیدا لس کاله او له دغه موافقې د امریکا له وتلو اوه کاله وروسته حتی تراوسه داسې هیڅ کوچنی سند نشته چې وښيي ایران د دغه تړون خلاف ورزۍ کړي وي او حتی د امریکا د ملي اطلاعتو مدیرې  «تولسي ګابارډ» هم څه موده مخکې دغه خبره تائید کړي وه.